د پيښور نجم ساحوي دفتر پينځلس ورځنۍ اجتماع پيل کړه

راپور: امان الله کاکړ
د پيښور د نجم ساحوي دفتر تيره سه شنبه ( 29/01/2013) پينځلس ورځنۍ اجتماع پيل کړه. دغه اجتماع د قاري صاحب عبدالحى لخوا د قرآن کريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه.د اجتماع په پيل کې استاد محترم قاري صاحب شکر الله مخلص د عقيدې په اړه يوه مهمه موضوع د اجتماع کډون والو ته وړاندې کړه.ورپسې د پاکستان د نجم عمومي مسؤل محترم ګل احمد هاتف د سورة فاتحې د ترجمې او تفسير درس وړاندې کړ. د ورور هاتف صاحب څخه وروسته د پيښور د نجم مسؤل امان الله کاکړ لمړۍ د اجتماع کډون والو ته د نجم د لمړنۍ اجتماع مبارکي وويله او ورپسې ئې د سيرت النبي (ص) درس د اجتماع کډون والو ته وړاندې کړ.د اجتماع په اخر کې د پاکستان د نجم د عمومي مسؤل معاون ورور قاري عبدالحى لخوا د پاکوالي آداب په نوم درس وړاندې شو او دغه اجتماع د پيښور د نجم د تربيې مسؤل محترم ورور صديق الله په نطاقۍ سره پرمخ بيول کېده.
اجتماع د نجم د يو همفکره ورور محترم محمد عمران په دعا سره پاى ته ورسيده.

1 دیدگاه برای «د پيښور نجم ساحوي دفتر پينځلس ورځنۍ اجتماع پيل کړه»

  • نوامبر 21, 2017 در t 5:54 ق.ظ
    Permalink

    دا اجتماع د پیښور کوم ځای کښې پیل شوه؟

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *