په اسلام آباد کی دنجم د غړیو غونده

د نجم اسلام آباد لخوا په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د شنبې په ورځ چې د 2013-02-16 نیټې سره سمون خوري پنځلس ورځنی اجتماع وشوه.
په دغه غونډه کې د جمعیت اصلاح اسلام آباد مسؤل او د نجم غړو ګډون درلود ، نوموړی غونډه د نجم اسلام آباد دوهمه اجتماع وه چې د غړو لخوا ترسره شوه ، غونډه د قرآن د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه په اجتماع کې د نجم غړو مطلوبه درسونه وړاندې کړل چې په لاندې ډول دي:
تفسیر درس: محمد نعیم
حدیث درس: کمال الدین کمال
سیرت درس: وحیدالله عزیزی
اخلاق درس: عبدالبصیر عظیمی
فکر درس: استاذ حمیدالله نجیب
نوموړی غونډه په اجتماع کې راغلي ورونو لخوا په دعا سره پای ته ورسید.

راپور: محمد ابرار

1 دیدگاه برای «په اسلام آباد کی دنجم د غړیو غونده»

  • نوامبر 21, 2017 در t 5:49 ق.ظ
    Permalink

    ماشاءالله، الله جل جلاله دې نور هم توفیق درکړي.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *