په احمد شاه بابا مېنه کې د معارف اسلامي کورس پای ته ورسید

د کابل ښار د احمد شاه بابا په مېنه کې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) نوې جوړې شوې ساحوي حلقې د خپلو پروګرامونو په لړ کې د اسلامي معارف ۸ ورځنی کورس دایر کړ چې د حوت د میاشتې په دریمه نیټه پای ته ورسید.
کورس د “زه مسلمان یم” تر عنوان لاندې د احمد شاه بابا مېنې د څلورم بلاک د قباء په مسجد کې جوړ شوی وو.
د کورس درسونه هره ورځ له ۹ تر ۱۱ بجو پورې په قرآن کریم، حدیث، د مسلمان مسؤلیتونه، د مسلمان ځوان ځانګړتیاوې، آدابو او نورو اړینو موضوعاتو څرخیدل چې د هیواد د پیاوړو علمي شخصیتونو له خوا وړاندې شول. د درسونو تر څنګ فرهنګي برنامې هم پکې وړاندې شوې.
د کورس په وروستۍ ورځ جوړو شوو ځانګړو مراسمو ته د نجم رئیس دوکتور رحمت الله زاهد، مولوي احمد الله صافی، دوکتور فصیح الله او استاد عبد الفتاح جواد په شمول ګڼ میلمانه راغلي وو. د وروستۍ ورځې پروګرام دوه برخو ته شامل وو چې په لومړۍ برخه کې یې د نورو ورځو په شان درسونه وړاندې شول. د پروګرام په دوهمه برخه کې د کورس له ۲۰۰ تنه ګډون کوونکو څخه یې ۱۵۰ هغو ته تصدیق نامې او جوایز وویشل شول.
د دې جوړ شوی کورس مسؤل قاري خالد د پروګرام له بریالي پای ته رسیدلو څخه خوشاله ښکاریدلو او ویل یې چې د احمد شاه بابا په مېنه کې د ورته کورسونو د دایرولو ډېره غوښتنه کیږي او د نجم ساحوي حلقه به یې د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو او د خپلو نورو پروګرامونو تر څنګ دایر کړي. نوموړي د سیمې د خلکو او د مسجد له امامانو خوښي څرګنده او مننه یې ترې وکړه چې له دوی سره یې د دې کورس په دایرولو کې پوره مرسته وکړه.

1 دیدگاه برای «په احمد شاه بابا مېنه کې د معارف اسلامي کورس پای ته ورسید»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *