د سید جمال الدین افغان په لیسه کې د نجم تعارف غونډه

نهاد جوانان مسلمان اسلام آباد څانګه د خپل فعالیتي ساحې د پراخیدو په موخه د الله تعالی په توفیق وکولای شو د روان کال د مارچ په 3مه نیټه په پنډی کې د میشتو افغان کډوالو په عالي ښوونځی (سید جمال الدین افغان) کې خپله پیل او تعارف غونډه وکړه.
یاده غونډه د ښوونځي د زده کونکي قاري صیب اکرام الله لخوا د قرآن پاک په څو مبارکو آیتونو پیل شوه چې وروسته د متعلمینو لپاره آزاد درس د (ځوان او دهغه مسؤلیتونه) تر سرلیک لاندې د نجم اسلام آباد د تعلیمي مسؤل ښاغلی روح الامین حسن لخوا وړاندې شو چې ځوانان ئې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
په همدې ډول د نجم اسلام آباد ساحوي څانګې مسؤل ورور محمد ابرار ګډون کونکو متعلمینو وروڼو ته د نجم پیژندنه وکړه. په ياده غونډه کې د ښوونځې ګڼ شمیر زده کوونکې او محترم استاذان ګډون درلود چې ټولو د نجم د برنامو ستاینه او د هر ډول مرستو وعده ئې وکړل د غونډې دویم پړاو د زده کوونکو لپاره د سوال او جواب مسابقه وه چې د نجم اسلام آباد څانګې د معاون ښاغلی عبدالبصیر عظیمي لخوا ترتیب شوې وه چې زده کوونکو پکې په فعال ډول برخه واخیسته چې د نجم لخوا په جایزو وستایل شول. بیا د یاد ښوونځي محترم استاذ عبدالله پاچا د نجم د کار ستاینه او د نجم اسلام آباد د ادارې څخه ئې مننه وکړه غونډه ښوونځي د مشر استاذ محترم ارسلا خان په دعا سره پای ته ورسیده.

1 دیدگاه برای «د سید جمال الدین افغان په لیسه کې د نجم تعارف غونډه»

  • نوامبر 21, 2017 در t 7:00 ق.ظ
    Permalink

    ماشاءالله ډیر ښه. الله جل جلاله دې اجرونه درکړي.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *