د رسالت فرهنګي انجمن میاشتنی ناسته

رسالت فرهنګي انجمن د ۱۳۹۲ کال لومړنۍ میاشتنۍ ناسته د روان کال د حمل میاشتې په دوهمه نیټه د کابل ښار د خوشحال مېنې د سید جمال الدین په کتابخانه کې وکړه.
غونډه چې له وړاندې د شوو اعلانونو له لارې ګڼو ځوانانو ګډون پکې کړی وو د مسعود سروش په ویندویۍ او د اسد الله ریان په غږ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په سر کې د فلم لپاره د سکرېپټ لیکنې په اړه درس د حسن شوب له خوا چې په فلم لیکنه او د فلمونو په ډارکټرۍ کې تجربه لري وړاندې شو. نوموړي د سکرېپټ لیکنې په تخنیکي برخه او محتویاتو باندې تفصیلي درس وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
په دوهمه برخه کې د رسالت فرهنګي انجمن د غړي خلیل الرحمن په لیکنه کره کتنه وشوه.
رسالت فرهنګي انجمن په میاشتنیو غونډو کې د خپلو غړو د روزنې په موخه د ادبیاتو په ساحه کې بریالي او منلي شخصیتونه هم معرفي کوي چې په دې یوه کې یې د پښتو غزل ستوری محمد صدیق پسرلي د روح الله ساحل له خوا معرفي شو.
نوموړي د محمد صدیق پسرلي په ادبي ژوند او خپرو شوو لیکنو خبرې وکړې.
د غونډې ګډونوالو ته د ژباړې د عملي تمرین په خاطر مقالې هم وویشل شوې تر څو د کورنیو دندو په ډول یې وژباړي. د رسالت فرهنګي انجمن د مشر محمد مدثر اسلامي په وینا یادې مقالې د ټاکلو استادانو له خوا له ارزولو وروسته د انجمن په اړونده خپرونو کې خپریږي.
په تیره میاشت کې د شوو لیکنو او ژباړو له منځه اسد الله ریان خپله مقاله ګډونوالو ته واوروله.
د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعرې ته ځای ورکړل شوی وو چې ګډونوالو پکې خپل او د نورو شاعرانو شعرونه ولوستل.
د بلې غونډې لپاره محمد مشفق رحمتي د ویندوی په توګه وټاکل شو او د انجمن مشر محمد مدثر اسلامي د غونډې له ګډونوالو سره د لنډې کیسې او سکرېپټ لیکلو په اړه د ورځنیو سیمینارونو د جوړولو ژمنه وکړه.
غونډه په دعاء سره پای ته ورسېده.

1 دیدگاه برای «د رسالت فرهنګي انجمن میاشتنی ناسته»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *