د ننګرهار او لغمان د نجم ځوانانو د کابل د سيرت النبي سيالۍ په نظم کې برخه واخيسته

د نهاد جوانان مسلمان افغانسان (نجم) د ننګرهار او لغمان ولايت يو شمېر ارکانو، غړو او همکارانو چې شمېر يي ۵۰ تنو ته رسيده رحله وکړه او هم يي د جمعيت اصلاح افغانستان د کابل څانګې له خوا په لار اچول شوې د سيرت النبي د سترې سيالۍ په نظم کې برخه واخيسته.
د ختيځ د نجم ځوانانو د پنجشنبې په ورځ د ماسپښين په ۳:۳۰ بجو د درونټې څخه د کابل په لور حرکت وکړ. د رحلې په پېل کې سيد حامد حماس د سفر مسنونه دعا په ولوسته چې ورسره ټولو ځوانانو تکرار کړه. له دعا څخه وروسته انس فدايي فرهنګي پروګرام پېل کړ چې په سر کې يي د رحلې مسؤل قدرت الله جاهد ټولو ته ګډونوالو ته وپېژانده، هغه ټولو ته ښه راغلاست ووايه او څه لارښوونې يي هم وکړې. او بيا ټولو ورونو نبوي سنت په ځای کړ او په نوبت سره يي خپل تعرف وکړ. په همدې ترتيب د سفر په اوږدو کې مختلف پروګرامونه او مسابقې وشوې تر څو ورونه د ستړيا احساس ونه کړي او هم د مازيګر او ماښام د لمونځونو لپاره دمې وشوې. د ماسختن په ۷:۳۰ بجو د نجم مرکزي دفتر، خوشحال خان ته ورسيدل چې هلته د نجم کابل ادارې له خوا د ډوډۍ او اوسېدو د ځای پوره ترتيب نيول شوی و. د ماسختن لمونځ او ډوډۍ څخه وروسته د نجم رئيس دکتور رحمت الله زاهد او د جمعيت اصلاح د دعوت او ارشاد رئيس او د مرکزي زون مسؤل استاد عبدالفتاح جواد د ځوانانو ښه راغلاست لپاره راغلل او ورسره يي د زړه خواله وکړه.
د پلان سره سم ټول ورونه د سهار لمانځه جمعې کې شريک شول او وروسته د مسابقې ځای عيدګاه په لور وخوځيدل چې په منظمه توګه عيدګاه ته داخل شول او د نظم عمومي مسؤل له خوا د ښه راغلاست څخه وروسته په مختلفو ساحو کې منظم شول، چې هر يو يي د نظم پوره ساتنه وکړه او تر پايه يي خپلې ټاکلې دندې په صداقت سره ترسره کړې. د مسابقې د وخت له ختمېدو وروسته ټولو په ګډه سره چوکۍ ټولې کړې او بيا د غوښتنې سره سم د عيدګاه جومات مخکې سره راټول شول چې دکتور رحمت الله زاهد او استاد عبدالفتاح جواد ترې د زړه له کومې مننه وکړه. له دوی وروسته د هېواد وتلي ليکوال او سياستپوه استاد محمد زمان مزمل ځوانانو ته څو لنډې خبرې وکړې او دوي يي خپل عظيم هدف ته متوجه کړل، استاد وويل: “هغه وخت چې افغانستان له ډېرو ديني مشکلاتو سره مخ و، د کابل په ليليه کې د رقص لپاره ځای جوړ و، يواځې يو څو په دين مينو ځوانانو وکولای شول چې يو اسلامي نهضت رامنځ ته کړي چې د ډيرو باطلونو سره ټکر وکړي، د ليليي رقص خانه يي په جومات بدله کړي”.
د پروګرام له پای او استادانو له خبرو وروسته نجومو په ۱۲ بجو د جلال اباد په لور حرکت وکړ چې د غرمې ډوډۍ او لمانځه لپاره دمې وشوې او هم د تنګي په منځ کې په يو ښکلې ساحه کې د تفريح لپاره ودريدل او د غرونو په پسرلنيو شنو لمنو او د سيند د څپو ښکلي اواز ته څو يي شېبې تېرې کړې. ياده دې وي چې د سفر په اوږدو کې د نجم د جلال اباد مرکزي حلقې مسؤل حضرت علي راشد مختلفې فرهنګې سيالۍ په لار واچولې. کاروان د مازيګر په ۵ بجو د امام ابو يوسف تعليمي مرکز ته تر رسيدو وروسته پای ته ورسيد.

1 دیدگاه برای «د ننګرهار او لغمان د نجم ځوانانو د کابل د سيرت النبي سيالۍ په نظم کې برخه واخيسته»

  • نوامبر 22, 2017 در t 7:37 ق.ظ
    Permalink

    ښکلې مسابقه وه، ما هم پکښې ګډون کړی وو.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *