د سید جمال الدین لیسې د فراغت غونډه

د سید جمال الدین په عالي لیسه کې د تیر کال متعلمینو د فراغت په سلسله کې نن د یکشنبې ورځ چې د 2013-3-31 سره سمون خوري د لیسې د ادارې او نجم اسلام آباد لخوا غونډه ترتیب شوی وه چې په یاده غونډه کې د عالی لیسی استاذان ، متعلمین او په اسلام آباد او پنډی کې افغاني سپین ږیري او مشران ګډون درلود د یادې غونډې ویاندوی چارې د لیسی مدیر ښاغلی صاحب شاه لخوا پرمخ بیول کید
نوموړی غونډه د قاری صیب اکرام الله لخوا د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتو پیل شوه چې وروسته بیا راغلی میلمانه او مشرانو خپلی ویناوی وکړی په همدی اساس په غونډه کي د نهاد جوانان مسلمان افغانستان د رهبری هیئت غړی او رکن ښاغلی حمزه مومن حکیمی و ځوانانو د تعلیم او راتلونکی په اړه وینا وکړه چې راغلی مشران او متعلمین ځوانان یې خپلو اهدافو ، راتلونکی او مسؤلیتونو ته متوجه کړ چې وروسته بیا فارغینو ته شهادتنامی وویشل شوی نوموړی غونډه د سید جمال الدین لیسی د سرمعلم ښاغلی استاذ ارسلا خان په دعا سره پای ته ورسیده.

1 دیدگاه برای «د سید جمال الدین لیسې د فراغت غونډه»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *