د استقلال له لیسی د نجم لیدنه (اسلام آباد)

په اسلام آباد کی د استقلال عالی لیسی مدیریت سره د نجم اداری هیئت وکتل چې په مختلفو اړخونو سره د خیالاتو تبادله وشوه.
په نوموړی ناسته کی د لیسی مدیر او استاذان او د نجم اسلام آباد اداره هر یو د نجم مسؤل ورور محمد ابرار ، فرهنګی مسؤل ورور محمد امین او تربیت مسؤل ورور محمد نعیم مسلم ګډون درلودل.
په یاده غونډه کی د نجم اسلام آباد مسؤل لخوا د عالی لیسی مدیریت ته د نجم تعارف ، د خپلو برنامو یادونه ، د اساسنامی بیانول او په نوموړي لیسه کی د برنامو پر مخ بیولو سره په مختلفو قضایاوو رڼا واچوله چې وروسته د لیسی ښاغلی مدیر د نجم د برنامو ستایلو ، په لیسه کی د کار کولو سره سره د نجم نه ښه استقبال وکړ.
نوموړی وویل : چې دا د خوشحالی ځای دی چې داسی ځوانان شته چی د اسلام او هیواد فکر ورسره شته او نور ځوانان هم دی لاری ته تشویقوی .
نوموړی زیاته کړه چی نجم باید په خپل کارونو کي چټک او د هیواد ځوانان په مختلفو اړخونو کی تربیه کړی تر څو هوسا راتلونکی ولری او د هیواد د خدمت جوګه شی ځکه چی د ټولنی ښه والی او بد والی دواړه د ځوانانو په لاس کی دی چی په همدی ترتیب ښاغلی مدیر د نجم څخه مننه او د نجم اداری ته د هر قسمه خدمت ډاډ ورکړ.
د نجم اداره په پای کی د ښاغلی مدیر څخه مننه وکړه او خپله اساسنامه یی ورته ډالی کړ چی نوموړی غونډه د استقلال لیسی استاذ ښاغلی عین الدین په دعا سره پای ته ورسیده.

1 دیدگاه برای «د استقلال له لیسی د نجم لیدنه (اسلام آباد)»

  • نوامبر 22, 2017 در t 8:27 ق.ظ
    Permalink

    ډیر ښه، کارونه مو د ستایلو وړ دی.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *