د لغمان نجوم د زلزلې ځپلو مرستې ته ورغلل

راپور: خاکسار (وقار)
د روان کال د غويي د مياشتې په ۴مه له غرمې وروسته د افغانستان په ختيځ کې ځينې سيمې د زلزلې له ډېر کلک ټکان سره مخ شوې چې شاوخوا ۸۰ تنه يې ټپي او ۸ تنه پکې ووژل شو، دغه زلزله چې د رکټر په کچه (۵.۷) درجې اټکل شوه مرکز يې مهترلام ښودل شوی و.
په لغمان ولايت کې د زلزلې له څو دقيقو وروسته د لغمان مرکز د ساحوي حلقې نجوم په ګړندي توګه د ياد ولايت د عامې روغتيا روغتون ته ورغلل تر څو هلته د زلزلې ځپلو ټپيانو سره د وينې مرسته وکړي. د روغتون کارکوونکو يې تود هرکلی وکړ او زياته يې کړه چې تر اوسه پورې خو د زلزلې له امله کوم ټپي نده راوستل شوی، که خدای مکړه څوک داسې پيدا شو چې اړتيا يې درلوده نو حتماً به نجومو ته خبر ورکوي تر څو ورسره د وينې مرسته وکړي.

1 دیدگاه برای «د لغمان نجوم د زلزلې ځپلو مرستې ته ورغلل»

  • نوامبر 27, 2017 در t 11:00 ق.ظ
    Permalink

    الله جل جلاله دې شهیدان وبخښي

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *