نجم – لغمان د سرخکانو له انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه

راپور : خاکسار (وقار)
نجم – لغمان د قرغيو ساحوي حلقې د ټاکل شوي پلان له مخې د ياد ولايت د سرخکانو په سيمه کې د تخنيکې او مسلکي زده کړو د انسټيټيوټ له ځوانانو سره وکتل. دغه ليدنه چې د روان کال د غويې د مياشتې په ۳مه نېټه ترسره شوه د ياد انسټيټوټ له شاوخوا ۱۵ ځوانانو سره يې تفصيلي خبرې اترې وکړې، ځوانانو د نجم کار وستايه او وعده يې وکړه چې دغې لړۍ سره به خامخا يوځای کيږي تر څو د يو مثبت بدلون په لوري ګډ کار وکړي. د ټولو په مشوره د يو اجتماعي پروګرام د کولو په موخه ورپسې راتلونکې چارشنبه ( دغويې ۱۱مه) وټاکل شوه، تر څو دغه زده کوونکي د يادې حلقې له نورو ځوانانو سره هم وګوري.

1 دیدگاه برای «نجم – لغمان د سرخکانو له انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *