په پغمان کې د نجم ساحوي حلقه جوړه شوه

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د خپلو کارونو د پراخولو په لړ کې د تیرې جمعې په ورځ د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې خپله ساحوي حلقه جوړه کړه.
د ساحوي حلقې د جوړولو په پروګرام کې د نجم د کابل ولایت عمومي مسؤل روح الله ساحل او د فرهنګي کارونو مسؤل نصرت احمد دوراني او د      لیسې آمر استاد محمد عارف عابد برخه اخیستې وه.
په سر کې د ټولو ځوانانو تر منځ تعارف وشو. وروسته نصرت احمد دوراني د ځوانانو د کار په ارزښت خبرې وکړې او د نهاد جوانان مسلمان د کارونو په ضرورت یې رڼا واچوله. ښاغلي دوراني د نجم د اساسنامې مهمې برخې ولوستې او د کارونو نوعیت او څرنګوالی یې د لوایحو په رڼا کې تشریح کړ.
د پروګرام ټولو ګډونوالو ځوانانو د نجم په کارونو کې د برخې اخیستلو او په خپله ساحه کې د نجم د ساحوي حلقې جوړولو ته تیاري وښوده چې وروسته د پټو انتخاباتو په واسطه د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځۍ محصل محمد نعیم بیګزاد په پغمان کې د نجم د ساحوي حلقې مسؤل وټاکل شو.
محمد نعیم بیګزاد د خپل مسؤلیت د اداء په اداء کې د خپل ټول وس د کارونې ژمنه وکړه او له ځوانانو څخه یې وغوښتل تر څو د دې ستر مسؤلیت د پورته کولو لپاره یې یوازې پرېنږدي.
د کابل ولایتي مسؤل روح الله ساحل په وینا چې دا لومړنۍ ساحوي حلقه ده چې د کابل ولایت په یوه ولسوالۍ کې جوړيږي. نهاد جوانان مسلمان له دې وړاندې د کابل په ښار کې آته ساحوي حلقې جوړې کړې چې د اساسنامې او لوایحو په رڼا کې په اسلامي تعالیمو سره ځوانان روزي او د یوه مثبت بدلون د راوستلو لپاره یې منظموي. نجم تر اوسه په فرهنګي، تربیتي، تعلیمي او نورو برخو کې فعالیت کوي.
د ساحل په خبره نجم په روان کال کې د کابل ښار تر څنګ نورو څو ولسوالیو ته هم د کار غزولو هوډ لري.

1 دیدگاه برای «په پغمان کې د نجم ساحوي حلقه جوړه شوه»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *