په کامه کې د نجم ساحوي حلقه پرانیستل شوه

د ۱۳۹۲ کال د ثور د مياشتې په ۱۴مه نېټه د افغانستان د مسلمانو ځوانانو ټولنې (نجم) د ننګرهار ولايت څانګې د کامې ولسوالۍ د مختلفو کليو څخه راټول شويو ځوانانو سره ناسته وکړه. ياده ناسته د مازيګر په ۴:۳۰ بجو د قرآن عظيم الشان په تلاوت پېل شوه، له تلاوت څخه وروسته د نجم د رهبري هيئت پخواني غړي استاد محمد ګلاب توحيديار ځوانانو ته د هغوي په مسؤليتونو رڼا واچوله او د نجم لنډه معرفي يي ورته وکړه. د توحيديار صاحب له وينا وروسته د نجم د ننګرهار ولايت مسؤل قدرت الله جاهد ځوانانو ته روښانه کړه چې نجم څه ډول ځونان روزل غواړي او هم يي په تفصيل سره ورته نجم ور وروپيژانده. د نجم له معرفي څخه وروسته د غونډې ګډونوالو ته د سوالونو لپاره هم وخت ورکړل شو. د کامې د ځوانانو په استازيتوب عمران الله حميدي په خپلو خبرو کې د نجم د کار ستاينه وکړه او هر ډول ملاتړ يی ترې اعلان کړ.

په پای کې ځوانانو د نجم د کامې ولسوالۍ د ساحوي حلقې د مسؤل ټاکلو لپاره رايه اچونه وکړه چې په پايله کې يي ډاکتر عبدالبصير ددې حلقې د مسؤل په توګه وټاکل شو. غونډه د مازيګر په ۵:۳۰ بجو په دعا سره پای ته ورسيده.

1 دیدگاه برای «په کامه کې د نجم ساحوي حلقه پرانیستل شوه»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *