د نجم رئيس د شمال له پنځو ولايتونو ليدنه وکړه

د نجم رئيس د شمال د پنځه ولايتونو څخه ليدنه وکړه
د نجم رئیس رحمت الله زاهد د ۱۳۹۲ هجري لمريز کال د لومړۍ اداري دورې په ترڅ کې د هيواد د شمال د پنځه ولايتونو څخه ليدنه وکړه.
نوموړی د حمل په ۲۹مه نيټه د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه کندز ته ورسيد، او د ماښام د لمونځ وروسته يې د کندز ولايت د اداري ټيم او اړونده ساحوي حلقاتو د مسؤولينو سره وکتل او د هغوي څخه يې کاري راپور واوريد او د ائنده کار په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د نجم رئيس د حمل په ۳۰ مه نيټه د جمعې په ورځ د سلام پوهنتون د کندز د څانګې د استاذ محترم مولوي محمد نادر واثق په ملګرتيا بدخشان ته حرکت وکړ، هلته يې د يو څو بااحساسه او مسؤوليت پيژندونکو ځوانانو سره ليدنه وشوه او د هغوي په مشوره يې د بدخشان ولايت لپاره د نجم اداره تشکيل کړه چې په لاندې توګه ده:
ولايتي مسؤول: عبد الرشيد کريمي د انګليسی ادبياتو محصل
ولايتي امين: قاري احمد الله شيرزاد، د دري ادبياتو محصل
د تربيت مسؤول: احسان الله احسان، د عربي ادبياتو محصل
فرهنګي مسؤول: احمد فواد، د انګليسي ادبياتو محصل
مالي مسؤول: عبد المالک، د زراعت محصل
د اړيکو مسؤول: حفيظ الله، د ژورناليزم محصل
دجمعې دلمونځ د ادا کولو وروسته د بدخشان د پوهنتون او نورو تعليمي او تحصيلي ادارو نژدې سلو تنو ځوانانو په يو عامه غوڼده کې ګډون وکړ، غونډې ته د نجم د رئيس سربيره مولوي محمد نادر واثق او مفتي نعمت الله وينا وکړه.
دنجم رئيس ځوانانو ته نجم معرفي او هغوي يې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل، د ځوانانو په مقابل کې يې د اسلام، هيواد او ملت د دښمنانو د سازشونو څخه خبر کړل، او ورته يې وويل چې زمونږ اصلي مقابله پدې هيواد کې د سيکولرزام (بې دينۍ) او نيشنلزم (قوم پالنې) سره ده چې دواړه مفکورې زمونږ د هيواد او ملت د اسلامي او ملي ارزښتونو سره ټکر لري او زمونږ يووالی او وحدت له منځه وړي.
د غوڼډې څخه وروسته د نجم رئيس د بدخشان څخه د تخار په لور حرکت وکړ.
د حمل په ۳۱ نيټه د شنبې په ورځ سهار د نجم رئيس د تخار ولايت د نجم د اداری سره وکتل، د هغوي څخه يې تير راپور او دراتلونکي پلان په اړه پوښتنې وکړی، او په ترڅ کې ورته لازمې لارښوونې هم وکړی، بيا وروسته د نجم رئيس د تخار د پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
هم په دغه ورځ د نجم رئيس کندز ته ستون او هلته يې د مازيګر د لمونځ وروسته د عامو ځوانانو سره ليدنه وکړه، هغوي ته يې د نجم د موخو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د هغوي پوښتنو ته يې جوابونه وويل.
د ثور په لومړۍ نيټه د يکشنبې په ورځ د سمنګان ولايت په طرف حرکت وشو، هلته د نجم د ولايتي مسؤول احسان الله لخوا استقبال او اصلاح تعليم القرآن مرکز کې يې د نجم د اداری او نورو ورونو سره وکتل، پدغه سفر کې د سمنګان د پوهنتون څخه ليدنه وشوه چې په ترڅ کې ېې د پوهنتون د رئيس محترم محمد شعيب مسلميار سره هم ناسته وشوه او هغوي ته د نجم د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل شول.
د سمنګان د سفر په ترڅ کې د یو لړ تاريخي ځايونو څخه هم ليدنه وشوه.
په دغه ورځ مازيګر د نجم رئيس بغلان ته راوګرځيد هلته يې د نجم د ولايتي ادارې سره ځانګړې ناسته وشوه، او د عامه غوڼدې په ترڅ کې يې د بغلان پوهنتون يو شمير محصلينو ته نجم او دنجم فعاليتونه معرفي کړل، او په اخير کې د هغوي پوښتنو ته جوابونه ورکړل شول.
د نجم د رئيس دغه دوره د ثور په دوهمه نيټه د دوشنبې په ورځ پاې ته ورسيده.

1 دیدگاه برای «د نجم رئيس د شمال له پنځو ولايتونو ليدنه وکړه»

  • نوامبر 27, 2017 در t 11:14 ق.ظ
    Permalink

    ماشاءالله، الله جل جلاله مو بریالی لره

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *