د اصلاح پيغام ولایتي مسؤلینو کلنی مجلس وکړ+انځورونه

د اصلاح پیغام ولایتي مسؤلینو د ۱۳۹۱ کال د کارونو د ارزونې او د ۱۳۹۲ کال لپاره د پلان شوو کارونو د ښه تعقیب په موخه د اصلاح پیغام د مرکزي او کابل ادارو په کوربه توب د ثور د میاشتې په ۱۳مه نېټه یوه ورځنۍ غونډه وکړه.
غونډې ته د کابل تر څنګ په ننګرهار، لغمان، بغلان، کندز، مزار، بدخشان او کندهار کې د اصلاح پيغام مسؤلین راغلي وو چې کابل ښار د خوشحال مېنې په سید جمال الدین تالار کې د سهار نهه بجې پیل شوه.
د عبد الواحد همت په واسطه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د کابل ولایت د نهاد جوانان مسلمان (نجم) مسؤل روح الله ساحل د غونډې په پرانستونکو خبرو کې له مختلفو ولایتونو څخه د پیغام د مسؤلینو په راتګ سره خوښي څرګنده کړه، په تېر کال کې یې د پیغام شوي کارونه وستایل او له الله څخه یې د نور توفیق دعاء وکړه.
وروسته د اصلاح پیغام لړۍ مسؤل او د نجم عام امین هدایت الله حميدي غونډې ته وینا وکړه. ښاغلي حميدي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې مونږ د یوه سیستم برخه یو، او دا لوی کار پرته له یو سیستم څخه پر مخ نه شي تللی. ده په دې باندې خوښي وښوده چې په مختلفو ولایتونو کې پیغام مسؤلین له کوم مادي امتیاز پرته یوازې د یوه خبر پواسطه راغلل.
وروسته یې د دعوت په لاره کې شته ځینو ستونزو ته اشاره وکړه او په کارونو کې یې په دقت او د احسان درجې ته په رسیدلو ټینګار وکړ.
په ټولو ولایتونو کې د اصلاح پيغام لړۍ د ۱۳۹۱ کال د کارونو راپورونه په اړونده ولایتونو کې د مسؤلینو له خوا وړاندې کړل شول. دوی په تفصیل سره د خپلو خپرو شوو پیغامونو، د پیغام د غړو، د دعوتي ګروپونو، د پوښښ ساحې، د پیغام د غړو لپاره د نیول شوو برنامو او نورو برخو راپورونه غونډې ته واورول.
راپورونه د ۱۳۹۱ کال لپاره د جوړ شوي پلان په رڼا کې وارزول شول چې د دې لړۍ د مسؤل له خوا د پلان تطبیق مثبت وښودل شو.
د غونډې په یوه برخه کې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) رئیس دوکتور رحمت الله ذاهد خپله وینا واوروله. د پیغام د کارونو په اهمیت یې خبرې وکړې او مسؤلین یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
د ډوډۍ او لمانځه له وقفې وروسته دوهمه برخه د اصلاح پیغام د لړۍ په اړه عمومي خبرو ته ځانګړې شوې وه چې په اړه یې له مختلفو ولایتونو څخه پیشنهادات واورول شول، نوې طرحې وړاندې شوې او په اړه یې پرېکړې وشوې.
د  غونډې په دې برخه کې د دې لړۍ د عمومي مسؤل د ټآکلو لپاره هم بحث وشو، چې له بحث وروسته د رایو په پایله کې هدایت الله حميدي د یو بل کال لپاره د عمومي مسؤل په توګه وټاکل شو.
د غونډې په پای کې د کابل لایت د ادارې له خوا ټولو ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې.
اصلاح پیغام دری کاله وړاندې د زر پاڼو څخه پیل کړی وو چې اوس په هره ګڼه کې د سل زره څخه په زیات تیراژ سره چاپیږي او د مسؤل په خبره یې چې یوازې په تیر کال کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۱.۳ ميلیونه پیامونه وېشلي دي چې ديني او ټولنیز موضوعات پکې رانغښتل کيږي.

1 دیدگاه برای «د اصلاح پيغام ولایتي مسؤلینو کلنی مجلس وکړ+انځورونه»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *