د نجم ننګرهار ولايت غړو د ځوانانو ملي پالسۍ جوړولو ورکشاپ کې برخه واخيسته

راپور کامران ملِک، اړیکو مسول(ننګرهار)

د ۱۳۹۲ کال د ثور د مياشتې په ۲۳مه د دوشنبې په ورځ د نجم ننګرهار ۱۰ تنو غړو د جلال اباد د ښاروالۍ په تالار کې د ځوانانو چارو معینیت لخوا جوړ شوي پروګرام کې برخه واخسته، دا پروګرام د د افغانستان د ځوانانو ملي پالیسۍ جوړونې لپاره ترتيب شوی و ترڅو د ځوانانو  مشکلات په ګوته شي او د له منځه وړلو لپاره يي د حل لارې په پالیسۍ کې ځای شي.
کوم مسایل چې د ورکشاپ مسؤلينو ته اهم بريښیدلې و او په همدې مختلف ګروپونه هم جوړ شوه، هغه په لاندې ډول و: ځوانان او بې کاري، ځوانان اوصحت، ځوانان او تعلیم او ځوانان او په فعالیتونو کې مشارکت.
سره له دې چې مونږ ته په پروګرام کې د ګډون لپاره ناوخته خبر راکړل شو خو د نجم ځوانانو د وخت نه په استفادې سره ځان په موضوع پوه کړ او د ځوانانو ستونزې یي ورته په میز کیښودې. بله مهمه خبره دا وه چې الله جل جلاله په فضل د هر ګروپ لپاره د نجم غړو څخه وړ د هغه ګروپ وړ تن برابر شوی و.
پدې پروګرام کې د نجم پخواني هییت رهبري مشر استاد محمد ګلاب توحیدیار، د نجم د ننګرهار د ارتباطاتو مسؤل کامران ملِک، د ننګرهار د پوهنتون څانګې غړو چې شمېر يي اته تنه و برخه اخيستې وه.
د شکر ځای دې چې نجوم یو ځل بیا وځلیدل او تر ډیره بریده یی ټولنې او نور ارګانونه دې ته پرینښودل چې د بوسو لاندې اوبه تیرې کړي. د نجم غړو د ښه تحلیلونو، بحثونو او هغوی سره د الله مرستې وکولای شول چې د پلان زیاتې برخې د اسلامي ارشاداتو مطابق جوړې شي. هغه مهم مساییل چې د خلکو ذهنونه پرې خلاص کړاش شوی هغه عبارت ول له:
دښځو د تعلیم او نورو فعالیتونو ته لاس رسی، چې نجم په دې برخه کې رایه ورکړه چې خویندې کولای شي د اسلام دین د ارشاداتو مطابق تعلیم او نورې چارې سرته ورسوې، که تعلیم کوي نو باید هغوی ته جلا صنفونه حوړ شي او همداسې په نورو چارو کې هم، د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابرول، د ځوانانو دپاره ورزشي برنامې شروع کول، ځوانانو ته صحي برنامې برابرول تر څو د خپل د صحت خیال وساتي او  د نشه یی توکو وغیره نه ځان وساتلای شي، ځوانانو ته په ټولنیزو او انکشافي کارونو کې پراخه ونډه ورکول، د فیوډالیزم نظریه چې (په طبيعي ډول د نفوسو زیاتوالی) ګونګه وه خو د شریف الله څار د پوهنتون د څانګې اړیکو مسؤل لخوا پرې د اسلامي ارشاداتو (قرآن او حدیث) په رڼا کې خبره وشوه او هغه فلسفه چې نفوس ډیر دې،باید کم شي رد او په الله جل جلاله باندې د یقین او باور مشوره ورکړل شوه.
د پروګرام په اخر کې د ننګرهار د مرکز او پوهنتون د نجم غړو سره په ګډه انځورونه وویستل او نظریات یې سره شریک کړل او د پروګرام په مثبتو پایلو یې د الله پاک شکر وویست او بيا سره جلا شول.
هیره دې نه وي چې ځيني مسایل بيا هم ګونګ پاتې شول او د پروګرام مسؤلينو پرې خبرې ونه کړې. د یادونې وړ ده چې دغه څیر د ځوانانو د پالیسۍ پروګرامونه به د افغانستان په نورو ولایتو کې هم پرمخ اچول کیږي چېد ځوانانو ستونزې او د حل لارې به يياخستل کیږي او د ټولو ولایتو راټول شويو موادو څخه به پالیسي جوړیږي. لکه څرنګه چې تاسو ته د داسې ورکشاپونو اهميت په ډاګه شو، نو ځکه مونږ د نورو ولايتونو د نجم له غړو څخه هم هيله لرو چې نوموړې مسله مهمه وګڼي او پدې پروګرام کې چې په هر ولایت کې ويبرخه واخلي تر څو د حق وینا وکړي او خلکو ته وښایي چې دې وطن کې لا ویښ او باشعوره ځوانان شته. ان شاءالله نجم د حق خبره کوي او بریا به مومي (ان ینصروا الله ینصرکم ویثبت اقدامکم).
او د کافرو او زمونږ د سیکولر افغانانو دسیسې به شنډوي (یرویدون لیطفوا نور الله بافواههم والله متم نوره ولو کره الکافرون).

1 دیدگاه برای «د نجم ننګرهار ولايت غړو د ځوانانو ملي پالسۍ جوړولو ورکشاپ کې برخه واخيسته»

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *