رسالت فرهنګي انجمن میاشتنۍ غونډه وکړه

رسالت فرهنګي انجمن د ثور پر اته ویشتمه د جمعې په ورځ په اندلس ښوونیز مرکز کې خپله میاشتنۍ غونډه وکړه.
غونډه د مازیګر  قرآن کریم په تلاوت پیل شوه. ورپسې د غونډې میلمه، د جهاد د وخت شاعر او لیکوال، ښاغلي استاذ غلام حضرت شاکر د غونډې ګډونوالو ته د شعر او ادب په اړه خپلې توصیې وکړې. بیا د جهاد او مقاومت مشر او د افغانستان پخواني صدر اعظم ښاغلي احمد شاه احمدزي برخوالو ته د ادب په برخه کې د فعالیت مبارکي وویله او ځوانان یې وهڅول څو لیکنې او شعرونه یې د اسلامي ویښتابه او د ټولنې د اصلاح په محور راوڅرخوي. ښاغلي احمدزي همدارنګه د کمونیستي اشغال پر ضد د افغانستان د ځوانو فرهنګیانو ونډه ته اشاره وکړه او د افغانستان په اسلامي انقلاب کې یې د هغوی ونډه ارزښتناکه وبلله.
د غونډې بله برخه د رسالت فرهنګي انجمن د غړو مقالو ته ځانګړې شوې وه. پدې برخه کې اسلام مل او ریان خپلې مقالې ولوستې او د ریان په لیکنه (یا عشق یا پل چرخي) کره کتنه وشوه.
د غونډې په پای کې عبدالباسط امل د میاشتې د غوره بلاګر په توګه معرفي شو. د رسالت فرهنګي انجمن ګڼ شمیر غړي وبلاګونه لري، چې خپلې لیکنې، ژباړې او شعرونه پکې خپروي. هره میاشت د وبلاګونو ارزونه کیږي او یو وبلاګ د میاشتې د غوره وبلاګ په توګه معرفي کیږي.
غونډه د مازدیګر له لمانځه وروسته په دعا پای ته ورسیده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *