په اسلام آباد نړیوال پوهنتون کې د نجم پرانیز غونډه

راپور: روح الامین حسن، د اسلام آباد نجم تعلیمی مسؤول

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د روان کال د مارچ په اتلسمه نیټه د دوشنبې په ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې په اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې خپله ساحوي حلقه پرانیستله.

په یاده غونډه کې د نجم رئیس ښاغلی دکتور رحمت الله زاهد، د نجم د رهبری هیئت غړی او د ارتباطاتو مسؤل، د شرکتونو د قانون د ماسترۍ د دورې محصل ښاغلی حمزه مؤمن حکیمی، د فراه ولایت د جمعیت اصلاح مسؤل ښاغلی استاد محمد ابراهیم خلیل، د اسلام آباد جمعیت اصلاح پخوانی مسؤول استاد محمد حکیم صابر او په اسلام آباد کې د جمعیت اصلاح د ساحوي حلقې وروڼو ګډون درلود.

په دې غونډه کې چې د نمل او اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون ګڼ شمیر افغان محصلینو ګډون درلود، د ستیج چارې د نجم اسلام آباد ساحوی حلقې مرستیال، د اداری او تجارت پوهنځۍ محصل ښاغلی عبدالبصیر عظیمي لخوا پر مخ وړل کیدې.

د ‍پروګرام پیل د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځې محصل، ښاغلی قاري شاهد محمود لخوا د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو وشو، ورپسې د نجم اسلام آباد مسؤل، د شریعت او قانون پوهنځۍ مسؤول محمد ابرار صدیقي میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.

د غونډې په دریم پړاو کې ښاغلي حمزه مؤمن حکیمی وینا وکړه او ځوانان یې خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل. وروسته د جمعیت اصلاح اسلام آباد د ارشاد او دعوت څانګې مسؤول او د ماسترۍ دورې محصل عبدالودود صدیقی او د اقتصاد پوهنځۍ محصل احمد طارق په خوږه ترانه غونډې ته ښکلا وبښله.

ورپسې د نجم رئیس ښاغلی دکتور رحمت الله زاهد د نجم په اړه وینا وکړه او ځوانان یې ورسره مخ ګواښونو ته ځیر کړل. ښاغلي زاهد صاحب په خپلو خبرو کې وویل:

(نجم د نړیوالو اسلامي خوځښتونو د فکر په رڼا کې جوړ شوی سوچه افغاني بنسټ دی چي په افغانستان کې د یو شمیر با احساسه، ویښو او پر هیواد مینو ځوانانو لخوا جوړ شوی دی. د نجم یو افغانستان شموله منظم تربیتي خوځښت دی چې د اسلام د صحیحې پوهې په رڼا کې د ځوان نسل داسې روزنه او تنظیم غواړي چې د مثبت ټولنیز بدلون او ملي پرمختیا لامل شي.)

بیا ګډون کوونکو د نجم په هکله مختلفې پوښنتې وکړې چې د زاهد صاحب لخوا ورته ځوابونه ورکړل. په پای کې د اسلام آباد اسلامي پوهنتون د افغان محصلینو د اتحاديې رئیس او د اصول الدین پوهنځۍ مصحل، ښاغلی قاري صاحب عبدالله سعید له ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او غونډه یې په خپلې دعا یې سره پای ته ورسوله.

1 دیدگاه برای «په اسلام آباد نړیوال پوهنتون کې د نجم پرانیز غونډه»

  • نوامبر 22, 2017 در t 6:50 ق.ظ
    Permalink

    الله جل جلاله دې لابریا در په برخه مو کړه!

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *