نجم له احمد رشاد مموزي څخه ستاینه وکړه+ انځورونه

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د کابل ولايتي ادارې د قرآن کریم په نړیواله سیالي کې د لومړي مقام ګټونکی افغان ځوان احمد رشاد مموزي څخه د یوې غونډې په ترڅ کې ستاینه وکړه.
احمد رشاد مموزي دا مقام د الازهر پوهنتون د خارجي محصلینو د پارلمان له خوا د همدې پوهنتون د فارغینو د ټولنې په همکارۍ د ۱۲۰ هیوادونو څخه د قاریانو په سیالۍ کې ګټلی وو.
غونډه د نجم د کابل ولایت د فرهنګي مسؤل نصرت احمد عبد الله په پیلیزو خبرو سره پیل شوه. نوموړي ښاغلي مموزي ته ښه راغلاست ووایه او د نجم له لوري یې ورته د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د بریا مبارکي ورته وویله.
حافظ احمد رشاد مموزي د نجم له ادارې څخه مننه وکړه، د نجم له پروګرامونو څخه یې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې زما هیله دا ده چې د نجم سره یو ځای د خپل دین لپاره کار وکړم. نوموړي د نجم تیلیفوني پیامونو ته په اشاره سره وویل چې په مصر کې مې هم د هره ورځ د نجم له لوري لیږل کیدونکی د ورځي حدیث او شپې وینا تر لاسه کوله او ډيره ګټه مې ترې اخیستې.
د نجم عام امین ډاکتر هدایت الله حميدي قاري مموزي ته  لیکلې تقدیرنامه ډالۍ کړه او د هغه د لا بریاوو هیله یې وکړه.
په غونډه کې قاري صاحب مموزي او وړوکي شهزاد جان په خواږه غږ د قرآن کریم تلاوت هم وکړ.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *