د غربي ولایتونو دعوتي سفر

بسم الله الرحمن الرحیم

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) رئیس رحمت الله زاهد د ټاکلي پلان سره سم د ۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور په شپږويشتمه نيټه د پنجشنبې په ورځ د افغانسان د غربي ولایتونو دعوتي سفر پیل کړ، د سفر په لومړي پړاؤ کې هرات ته لاړ، په هرات کې د نجم د رکن ورور ناصر حليم لخوا استقبال او د جمعيت اصلاح د غربي زون د مسؤول استاذ عبدالباري قانت او د نجم د پخواني مسؤول ورور شفيق الله الهامي لخوا ورته هر کلی وويل شو.
د جمعې په ورځ د ثور په اوويشتمه نيټه يې د نجم ولايتي اداري سره ليدل وکړ او د هغوي څخه يې د کار په اړه راپور واوريد او بيا ورته د کار د ښه والي په اړه لازم توصيات وکړل، د هرات ولايت د نجم په اداره کې د ددغه ځاي د ورونو په مشوره يو څه بدلون راوستل شو او انجنيئر فاروق نديم د کار د لاښه والي په خاطر د ولايتي مسؤول په توګه او پخواني مسؤول شفیق الهامي د ولايتي امين په توګه وټاکل شو.
په دوهم قدم کې د نجم د اعضاؤ او همکارانو سره ليدل وشول، هغوی ته د نجم په اړه معلومات وړاندې شول، خپلو مسؤوليتونو ته متوجه کړل شول او نوې اداره ورته معرفي شوه، غونډې ته استاذ قانت او نوي مسؤول فاروق نديم هم لنډه وينا وکړه.
په دغه ورځ اته بجې د بادغيس ولايت طرف ته حرکت پيل شو او پوره يوه بجې د جمعې دلمونځ په وخت کې دبادغيس مرکز قلعه نو ته ورسيده او د جمعې د لمونځ وروسته د نجم رئيس د جمعيت اصلاح د غړي ورور نجيب الله صائب لخوا استقبال شو.
دوه نيمې بجې د بادغیس د ځوانانو سره غونډه وشوه، د تعارف وروسته د نجم رئیس هغوي ته وينا وکړه، د وينا په ترڅ کې يې هغوی ته نجم معرفي او هغوي يې د افغانستان د اوسني حالت په اړه خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړه، د وينان وروسته د ګډوانو سوالونو ته جوابونه ورکړل شول، د نجم په اړه د هغوي پيشنهادات واوريدل شو، او د کامل قناعت وروسته د ځوانانو په مشوره په بادغيس کې د نجم اداره تشکيل شوه، چې په لاندې ډول ده:
مسؤول: عبد المنان بارز
امین: عبد الهادی
تربيت: عبد الکریم عادل
فرهنګي: محمد رضا مبارز
مالي: محمد زبير
د اداري تشکیل وروسته د نجم رئيس د نجم د ادارې سره ځانګړې ناسته وکړه او هغوی ته يې د کار په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
دثور په اتویشتمه د شنبې په ورځ له بادغيس څخه هرات ته او له هغه ځايه فراه ته لاړ او د نجم د فراه ولايتي مسؤول ورور عبد الرحمن زعيم لخوا استقبال شو، په ليدنه کې په فراه ولايت کې د نجم په فعالیتونو باندې بحث وشو، ستونزې وڅيړل شوې او د حل په لارو چارو غور وشو، پټه دې پاتې نه وي چې په فراه کې د یو لړ ستونزو له امله له یوه وخته د نجم کار ټکنی شوی دی چې انشاء الله ډير زر به پخپل فعالیت له سره پيل وکړي.
د یکشبنې په ورځ دثور په نهه ويشتمه د فراه ولايت څخه د نمروز په طرف حرکت وشو او د نمروز ولايت مرکز زرنج ته په رسيدو سره د جمعيت اصلاح د همکار او د سيد جمال الدين افغان د بستردار روغتون د مسؤول ورور محمد رسول پوپل لخوا استقبال شو، د مازيګر د لمونځ څخه وروسته د افغان ايران له سرحد څخه ليدنه وشوه او د ماښام د لمونځ څخه وروسته د يو څو تنو ځوانانو سره مجلس وشو، په مجلس کې نجم معرفي شو، د هيواد په اوسي حالت رڼا واچول شوه، او ځوانان خپلو مسؤوليتونو ته متوجه شول، په مجلس کې د ځوانانو پيشنهادات هم واوريدل شول، د اوس لپاره د نجم اداري تشکيل ته زمينه برابره نه وه، او ځوانان پريخودل شول چې په کار باندې د پوهې وروسته او د يو لړ ځوانانو د جلبولو ورسوته منظم کار پيل کړي.
دغه دوره د دوشنبې په ورځ د ثور په ديرشمه نيټه کابل ته په ستنيدو پاي ته ورسيده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *