د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کې دنجم غونډه وشوه

پاکستان د زراعت تر ټولو لوۍ پوهنتون چی نړۍ کی ۱۴۲ نمبر مقام لری د سیشنبی غرمی د نجم   ځوانانو غونډه ووکړه چی یادی غونډی ته د اسلام اباد نړیوال اسلامی پوهنتون څخه د نجم هییت رهبری غړی ورور حمزه مومن حکیمی ورغلی وو.
ښاغلی حکیمی د فیصل اباد کرهنیز پوهنتون د نجم ځوانانو ته د نجم په اړه تفصیلی وینا ووکړه چی ورستو ځوانانو خپلی پوښتنی هم مطرح کړی.
یادی غونډی کښی د پټو رایو له لوری د پوهنتون د نجم ځوانانومسول ورور حضرت الله رحیمی وټاکل شواو ۸ نوی ځوانانو د نجم همکاري فورمی ډکی او څوګند یی واخیست.
یاده دی وی چی د کرهنیز پوهنتون فیصل اباد د نجم پخوانی مسول ورور عبید الله رحیمی کړنی وستایل شوی او د هغوی خدمتونو ستاینه وشوه.
د نجم همکاراو عضوا نومونه
۱.عبید الله رحیمی           عضوا
۲.حضرت الله رحیمی        همکار        (د نجم ساحوی مسول)
۳.عبد الرحیم ساپی          همکار
۴.ذاکرالله دراندیش           همکار
۵.برهان الله                   همکار
۶.حکیم الله ساپی           همکار
۷.محمد الله شریفی         همکار
۸.نجیب الله                همکار
۹.عبد الله عزام           همکار

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *