په کابل کې د نجم ټولو ادارو ګډه غونډه وکړه

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د کابل ولایت د ټولو ساحوي حلقاتو د ادارو یو ورځنۍ ګډه غونډه د ولایتي ادارې تر مشرۍ لاندې جوړه شوه.
غونډه د جوزا میاشتې په ۳مه نېټه د خوشحال خان مېنې د سید جمال الدین په تالار کې سهار ۸ بجې د نجم د حبیبیې لیسې د ساحوي حلقې د مسؤل اسد الله ریان په غږ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
له تلاوت څخه وروسته د غونډې کوربه او په کابل کې د نجم د فرهنګي چارو مسؤل انجنیر نصرت احمد عبد الله له ساحوي حلقاتو څخه راغلو مسؤلینو او ورسره اداري غړو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې د جوړېدلو موخه یې په کابل کې د نجم د تیرو کارونو ارزونه او د پلان په رڼا کې د راتلونکو کارونو ښه تنظیم وباله.
وروسته یې په کابل کې د نجم مسؤل انجنیر روح الله ساحل ته بلنه ورکړه تر څو د ۱۳۹۲ کال ولایتي پلان له ساحوي حلقاتو سره شریک کړي.
انجنیر ساحل د پلان د وړاندې کولو تر څنګ له ساحوي حلقاتو څخه غوښتنه وکړه تر څو په پلان کې ټاکل شوو موخو ته د رسیدلو په لاره کې له ولایتي ادارې سره همکاري وکړي.
په غونډه کې د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي زون مسؤل دوکتور فصیح الله هم د میلمه په توګه شتون درلود او د غونډې ګډونوال یې خپلو مسؤلیتونو ته د متوجه کولو په خاطر مخاطب کړل.
دوکتور فصیح الله په خپلو خبرو کې په ټولنه کې د ځوان نسل د رول او مسؤلیتونو په ارزښت او درنښت خبرې وکړې اود عالي همت درلودلو ته یې وبلل تر څو د ټولنې د ځوانانو لپاره د لارورکیو څخه د خلاصون سمبولونه جوړ شي.
د غونډې په بله برخه کې د نهو ساحوي حلقاتو مسؤلینو د تیرو دوه میاشتو په جریان کې د کړیو فعالیتونو راپور واوراوه چې د ولایتي ادارې له خوا مثبت وارزول شول.
د مېوې د خوړلو په خاطر په فارغ وخت کې د ګډونوالو تر منځ تعارف وشو.
د کارونو په وړاندې د ستونزو د معلومولو او د هغه لپاره د حل لارو د پیدا کولو په خاطر ورکشاپ ته هم په دې غونډه کې ځای ورکړل شوی وو چې نظریات په څلورو ګروپونو کې راټول او د هر ګروپ د مسؤل له خوا له ټولو ګډونوالو سره شریک شول.
په بله برخه کې د غوره اداري مجلس لنډ تمثیل وشو چې په ترتیب سره هدایت الله حميدي، روح الله ساحل، عبد الواحد همت او نصرت احمد عبدالله برخه پکې واخیسته.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کابل ولایت مسؤل روح الله ساحل تفصیلي خبرې وکړې، مسؤلین یې په کارونو کې جدیت ته راوبلل. وروسته یې د کارونو په وړاندې په شته خنډونو رڼا واچوله او د هغوی سره د تعامل په خاطر یې مسؤلینو ته لارښوونې وکړې.
د نجم عام امین ډاکتر هدایت الله حميدي د غونډې د وروستی وینا لپاره وبلل شو. ډاکتر حميدي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د غونډې له دایرولو څخه خوښي څرګنده کړه او مسؤلینو ته یې په کارونو کې د اتقان تر څنګ نورې اړینې توصیې وکړې.
په پای کې، د تیرو دوه میاشتو په کارونو کې د نمونه وي حلقې په توګه د چهاردهي ساحوي حلقې ته ډالۍ ورکړل شوه.
غونډه په دعاء سره پای ته ورسېده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *