نجم ننګرهار مرکزي حلقی د همکارانو اجتماع وکړه

نجم د هیواد د ځوان نسل  د سالمي تربیې او په اسلامي روحیه د ځوان نسل د روزنې  هوډ لري، او په همدې تکل د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په مناسبو فرصتونو د ځوانانو د تربیې لپاره مختلفي تربیوي اجتماعګانې، تفریحي او علمی رحلي، د اسلامې روزنې دورې، او نور ډیر فعالیتونه تر سره کوي.
د دغه فعالیتونو په لړ کې یو هم د همکارانو اجتماع ده چه په هرو ۱۵ ورځو کې یو ځل تر سره کیږي.
یاده اجتماع یو ځل بیا هم د تیر په څیر د نجم ننګرهار- مرکزي حلقي لخوا د پنج شنبي په ورځ د رمضان په ۱۶مه په جلال آباد ښار کې ترسره شوه، چه په کې په لسګونو په دین مینو ځوانانو ګډون کړی وو. ځوانانو ته د هیواد جيد عالم او د امام ابویوسف دارالعلوم استاد مولوی صاحب میر عباس ګوهري د ( مسلمان داعي صفات) تر سرلیک لاندي یو لنډ درس هم وړاندې کړ، ویی ویل:
مسلمان داعي باید پوره صادق د ژوندۍ عاطفي او احساس خاوند وي او د دعوت په لاره کې د صبر، زغم او حوصلي خاوند اوسي ځکه الله پاک د دین په وجه مسلمان ته عزت، رهبري او امامت ور په نصیب کوي چا ته یې چې خوښه شي؛ هیڅلکه باید ناهیلې نه شو ځکه سهار هسي هم راتلونکی دی خو چه شپه په مبارزه کې تیره کړو دا له دې ډیره بهتره ده چه په خوب یې تیره کړو.
د یادوني وړ ده چه د اجتماع په پای کې ماثورات (مسنون اذکار) ولوستل شول او د ګډونوالو په جمعې افطار کې  د ګډون څخه وروسته اجتماع په دعا پای ته ورسیده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *