د پغمان ساحوي حلقې فعاليتونه

د روان کال د حمل په مياشت کې د پغمان ولسوالۍ د نجم ساحوي هسته له سره جوړه شوه، چې د يوې غونډې په ترڅ کې يې نوی مشر، تعليمي، مالي او فرهنګي مسؤلين وټاکل شول. دغې ساحوي حلقې د ثور او جوزا په مياشت کې هره اونۍ د نجم پنځلس ورځنۍ اجتماع دايروله او وروسته له دغو مياشتو پوه بله مياشت دوه پنځلس ورځنۍ ناستې ترسره شوې، چې ټولټال يې لس غونډې کړې دي. يو رکن، پنځه غړي او ګڼ همکاران لري.

دغه راز دغې ساحوي حلقې د ثور په مياشت کې د دولسمو ټولګيو د پنځوسو زده کوونکو لپاره د کانکو د ماده ګۍ يو کورس په وړيا ډول جوړ کړ، چې تراوسه دوام لري، او زده کړې يې د عالي رياضياتو، فزيک او کيميا په مضامينو کې جريان لري. شاوخوا شپږ مياشتې يې د تدريس تېرېږي، چې د نجم د غړو له خوا دغه تدريس پرمخ وړل کېږي.

په هرو پنځلسو ورځو کې د قيس رابين د اماده ګۍ د کتابونو ازموينه هم له دوولسميانو څخه اخيستل کېده او دغه چاره لا جريان لري.

له دې هاخوا د سنبلې د مياشتې په وروستيو کې يعنې په څلېروېشتمه نېټه د يوولسمو ټولګيو د زده کوونکو لپاره د اساساتو د تدريس پروګرام هم پيل شو، چې شاوخوا يوسلو لس زده کوونکي يې تر خپل تدريسي پوښښ لاندې راوستي او په څلورو بېلابېلو ساعتونو کې ورته درس ورکول کېږي.

د پغمان ولسوالۍ ساحوي حلقه د يو رسمي دفتر او د کورس لپاره د يوې خونې څښتنه ده، دغې ساحوي حلقې د خپل پيل له وخته تراوسه د نجم د روزنيز کورس د دغو زده کوونکو لپاره ګڼ ترتبيتي پروګرامونه هم چمتو کړي، چې له هغې جملې څخه د څرنګه ښکلی ژوند وکړو، لړۍ د يادولو وړ ده، چې د ډاکټر صيب حميدي له خوا پرمخ وړل کېده. او يوه ورځ يې د تربيت مسؤل مؤمن حکيمي پرمخ وړونکی و.

د يادونې وړ ده، چې غړي او رکن هره د جمعې ورځ خپله ناسته او د کورس په اړه خپلې مشورې او وړانديزونه شريکوي او د خپلو چارو د پرمخ وړلو لپاره خپلې هڅې او افکار سره غبرګوي.

محمد نواب خوښ د پغمان د ساحوي حلقې مسؤل

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *