ننګرهار کې د کانکور بریالی زده کوونکي وستایل شول

نجم په ننګرهار کې د ۱۳۹۴ کال کانکور له لارې پوهنتون ته بریالي شوي زده کوونکي د حمل په شلمه د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.

غونډې ته، چې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، د نجم او جمعیت اصلاح له منسوبینو پرته لس ګونه زده کوونکي، محصلین او ځوانان راغلي ول. غونډه سهار په ٩ بجو د شيراز اتل په وياندويي او  د قاري صاحب ثناءالله په تلاوت سره پيل شوه او په سر کې د نجم ولایتي مسئول قاري ذکی الله ذکی ملیمنو ته ښه راغلاست ووایه.

بیا د جمعیت اصلاح د ختیځ زون پخواني مسئول ښاغلی استاذ عبدالرحیم صراف وینا وکړه او په ټولنه کې یې د علم او پوهې ارزښت خورا اړین وباله. په ننګرهار ولایت کې د پوهنې ریاست مرستیال ځوانان پوهنې ته وهڅول.

د ننګرهار لیسې مدیر ښاغلي جان محمد خان له نجم څخه مننه وکړه او پوهې ته د ځوانانو هڅولو په برخه کې یې د نجم هڅې وستایلې.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *