کابل کې له اسلامي امت سره د یووالي کنفرانس وشو

کابل کې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) په نوښت له اسلامي امت سره د یووالي کنفرانس د جمعې ورځ، د جوزا ۱۵مه، سهار د سید جمال الدین افغان په تالار کې د لسګونه ځوانانو او مشرانو په ګډون ترسره شو.

د کنفرانس موخه په برما، سوریه، مصر، عراق، فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو کې د روان بد وضعیت په تړاو له اسلامي امت سره د افغان ولس د همدردۍ اعلان و.

په پیل کې د نجم د اړیکو عمومي مسئول ښاغلي مدثر اسلامي  په نړۍ کې د اسلامي حرکتونو پر تاریخچې، فعالیتونو، کړنلارو او دریځونو په اړه معلومات وړاندې کړه او د اسلامي امت د مسئلو پره اړه یې د ترکیې دریځ د ستایلو وړ وباله.

نوموړي د نجم له لوري د داسې کنفرانسونو موخه پر اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د برما پر مسلمانانو د روان ظلم غندنه، د هغوی په غم کې ځان شریک ګڼل او ځوانانو کې د انما المؤمنون اخوة ایت پر بنسټ د ټولو مسلمانانو سره د ورورګلوۍ تړاو قوي کول دي وښودل.

ورپسې د افغانستان د سیمه ایزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز  غړي دوکتور عبدالباقی امین  وینا وکړه ویې ویل مونږ ځکه د امت پر قضایاو کې دا ډول کنفرانسونه او لاریونونه تر سره کوو چې دا مو ایماني دنده ده او د اسلامي امت د نه شکیدونکې برخې په توګه مسئول یو، چې د ظلم او ظالم څیره نړۍ ته ښکاره کړو او له هر ډول دیني تعصباتو سره مبارزه وکړو.

دوکتور امین زیاته کړه په اسلامي نړۍ کې د مشکلاتو اساسي لاملونه د اسلامي هیوادونو د واکمنانو استبداد، استعمار او په اسلامی نړۍ کې مذهبي اختلافات دي.

په پای کې مولوي نورالله کوثر پر اسلامي نړۍ کې د ناخوالو د پای ته رسیدو لپاره د مسلمانانو تر منځ د وحدت او یووالی له تیوري څخه د عمل ډ‌ګر ته راوستل اړین وبلل.

د یادولو ده، چې نجم دا اونۍ له اسلامي امت سره د یووالي په نامه کړې، چې په ترڅ کې به یې د هیواد په کچه بیلابیلې غونډې، کنفرانسونه او سوله ایز لاریونونه وشي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *