لغمان کې د لېسو ممتاز فارغان وستایل شول

د جمعې ورځ، د جوزا ۲۲مه، د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ په چار باغ سیمه کې د نجم ساحوي حلقې د یادې ولسوالۍ د لیسو د ممتازو فارغانو په ویاړ غونډه جوړه کړه. یاده غونډه د چارباغ په جامع مسجد کې د جمعې تر لمانځه وروسته په دوه بجو پیل شوه، د ویاندويۍ چارې د چارباغ ساحوي حلقې مسؤل انجنیر علیم خان سعید پر مخ بیولې او غونډه د انجنیر سیف الرحمن ثاقب په تلاوت پیل شوه. بیا انجنیر علیم خان سعید د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او پرانیستې وینا یې وړاندې کړه.

د پروګروام لمړی ویناوال د جمعیت اصلاح د قرغیو ولسوالۍ مسؤل او د اصلاح عالي لیسې مدیر عبدالبصیر عظیمي وه چې ( په اسلام کې د ځوان او ځوانۍ اهمیت) تر عنوان لاندې جامع او هر اړخیز درس وړاندې کړ. ښاغلي عظیمي ځوانان تعلیم ته تشویق کړل او د هغوی مسؤلیتونه یې ورپه ګوته کړل. بیا د قرغیو د پوهنې مدیریت د نظارت آمر او په قرغیو کې د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد مسؤل څارنوال عبدالحکیم زړګي په قرغیو کې د تعلیم په بهیر رڼا واچوله او له تعلیم سره یې د ځوان نسل مینه وستایله. د نوموړي په وینا سږکال (۱۳۹۴) د قرغیو ولسوالۍ (۷۲۱) تنه له دولسم ټولګیو څخه فارغ شول چې له دې ډلې څخه (۱۵۰) تنه یې نجونې او پاتې هلکان دي.

ورپسې د چارباغ د جامع مسجد خطیب مولوي احمد سیر، د چارباغ د لیسې پخواني مدیر شاه مقصود او د چارباغ لیسې استاد مولوي سبحان شاه په خپل وار لنډې خبرې وکړې او د نجم فعالیتونه یې وستایل او د نجومو کاروان ته یې د خیر دعا وکړه. لدې وروسته د نجم لغمان ولایتي معاون او د ابتکارات تعلیمي مرکز مسؤل انجنیر عبادالرحمن مهربان ورونو ته نجم معرفي کړ او د نجم فعالیتونه، اهداف او وسایل یې واضح کړل. هغه وویل، نجم غواړي داسې ځوانان وروزي چې ځان، ټولنې او وطن ته خیر ورسوي او هیواد پرې وویاړي.

ښاغلي مهربان د نجم رهبري هیئت او د نجم لغمان ولایتي ادارې په نماینده ګۍ ټولو فارغانو ته مبارکي وویله او ښه راتلونکی یې ورته وغوښت. په پای کې د قرغیو ولسوالۍ د مختلفو لېسو ممتازو فارغانو ته د نجم لخوا تیار شوي ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې او غونډه د مولوي صیب عبدالواحد په دعايې سره پای ته ورسیده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *