دکتور رحمت الله زاهد

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د ولايتي ادارو د تجديد په لړ کې مو دا وار د ختيځو ولايتونو وروسته د شمال ولايتونو سفر در لود؛ د نجم د رهبري هیئت وفد په دغه سفر کې د سمنګان څخه تر فارياب پورې ولايتونه وکتل؛ د ځوانانو سره يې ولیدل، پدغه ولايتونو کې يې د نوو مسئولینو لپاره ټاکنې ترسره کړې او ځوانان يې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل چې الحمد لله د نجم لپاره په تنظيمي توګه بريالی سفر و.

که یو طرف ته مو د سلګونو ځوانانو سره د زړه خواله وکړه، تاند او هڅاند فکرونه مو وليدل، قوي عزم او اراده مو احساس کړه، احساسات او مسئوليت پيژندنه مو ترسترګو شوه، لوړ خيالونه او ژور اندونه مو تصور کړل؛ بل طرف ته مو پراخه زرغونې دښتنې وليدې، شنې تپې مو په نظر شوې، د بيلا بيلو ميوه لرونکو ونو باغونه مو وکتل، د ژوند په چارو کې بوخت خلک مو وليدل، زيار ويستونکي دهقانان مو تر سترګو شول او په رنګا رنګ ګلانو کې په ګرځيدو مو خپل زړونه خوشحاله کړل.

دې هر څه مونږ ته خوښي راوبخښله او د خپل هيواد سره مو مينه نوره هم ډيره شوه. هيله من يې کړو چې هيواد مو په طبیعې ښکلا، په زراعتي ځمکو، په زيار او کار، احساس لرونکو ځوانانو او خواري کښو کارګرو کې له چا څخه وروسته پاتې نه دی.

خو بیا چې کله مو بې شمیره سوال کوونکي نارينه، ښځينه او کوچنيان خپل چاپيره ليدل، په زيارتونو او قبرونو باندې ناست بې کاره او د بل جيب ته په انتظار منجوران مو تر سترګو کيدل، قبرونو او زيارتونو ته سجده کوونکي، د زیارتونو په ديوالونو او کټارو پورې ځان مښونکي نارينه او ښځينه مو ليدل، په هيواد نه بلکه په بې چاره ملت مو زړه خوږيده چې ولې په طبیعې توګه د یوشتمن هيواد خلک دومره خوار، ذليل، غریب او ناپوهه دي.

خو لدې هر څه اخوا ته چې کله د حيرتان د بندر څخه راتيريدونکې د برق ستنې، په ټریلرو کې بار روسي لرګي، د پاکستان او تاجکستان څخه هره ورځ راتلونکې په زرګونو د اوړو بار راتيريدونکې موټرې، د خپل هيواد او ملت سره د ريښتينې مينه کوونکي کوم انسان له نظره تیريږي نو ډير یې زوروي، ناهيلی کوي يې او د خپل بې چاره ملت په حال يې ژړوي.

هغه هيواد چې زراعتي ځمکه يې د نفوس له اندازې په زرګونو واره زياته ده، د هغه هيواد اوسيدونکي ولې د نورو هيوادونو څخه وارد شوي غنم او اوړوه وخوري؛ هغه ملت ولې د نورو هيوادونو لوبيا، دال، وريجې، روميان، پياز او سبزيانې په کار کړي؟

هغه هيواد چې په سلګونو سیندونه، نهرونه او ابشارونه لري، ولې يې د ملت غوڅ اکثريت په تيارو کې ژوند کوي؛ ولې يې برق له ګاونډيو هيوادونو راځي؟

هغه هيواد چې په زرګونو هکتاره له قيمتي ځنګلاتو ډک غرونه لري، ولې يې د آبادۍ لپاره لرګي له نورو هيوادونو څخه راځي؟ ولې يې په دولتي او غيردولتي ودانيو کې د پردي لرګي او يا له پلاستک او اوسپنې څخه جوړې دروازې او کړکۍ لږيږي؟

هغه هيواد چې د ځوانانو ذهني صلاحيتونو، احساسات او پياوړتيا يې له چا کمه نه ده، ولې په ذلت کې ژوند کوي؟ او ولې يې ځوانان په رواني ناروغيو اخته، په نشې توکو معتاد او بهرنيو هيوادونو ته تښتي؟

آيا دغه پوښتنو ته په ځواب ورکولو باندې کله  د ملت خواخوږو، ځان په هيواد او ملت باندې مين بولونکو فکر کړيدی؟

د دې ټولو پوښتنو یو ځواب دی چې د افغانستان ملت د مخلص، ديانتدار، امانتدار او ريښتينې زعامت او رهبرۍ څخه محروم دی. دا بې چاره ملت د هغه واکمنو څخه محروم دی چې د خپلو شخصي مصالحو او بادارانو د مصالحو پر ځای د خپل هيواد او ملت مصلحت په نظر کې ونیسي.

ديوآباد، آزاد، اسلامي افغانستان او هوسا ملت په هيله!