نجم د کابل ټپیانو ته وینه ورکړه

په کابل-شاه شهید کې د جمعې ورځې له خونړي برید، چې پکې شاوخوا ۴۰۰ بې ګناه هیوادوال مړه او ټپیان شول، وروسته د نهاد جوانان مسلمان (نجم)، افغانستان اسلامي طبي انجمن (ایما)، احسان خیریه بنسټ او جمعیت اصلاح رضاکارانو په مخلصانه هڅو ۱۲۰ تنو کابل کې د وینې مرکزي بانک ته ۵۵۰۰۰ سي سي وینه ورکړه، تر څو د ټپي شوو هیوادوالو درملنه پرې وشي.

همدارنګه د نجم غړو او منسوبینو د ټپیانو د عیادت او خدمت په موخه د کابل ښار له بیلا بیلو روغتونونو، چې ټپیان پکې تر درملنې لاندې وو، لیدنه وکړه او له روغتونونو سره یې د اړتیا پر مهال د وینې د چمتو کولو ژمنه وسپارله.

د مرکزي بانک مسئولینو او افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو مشر د نجم له ځوانانو د منظمو او په وخت منډو له امله مننه وکړه او د هیوادوالو په وړاندې یې د هغوی احساس وستایه.

د یادونې ده، چې هرات ولایت کې هم د نجم ادارې د کابل پیښې ټپیانو ته د وینې ټولولو کمپاین پیل کړی، چې په ترڅ کې یې لسګونه د نجم غړو او هیوادوالو د ټپیانو د درملنې په موخه وینه ورکړې ده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *