ځوانان او راتلونکی

مدثر اسلامی

د چهار شنبې ورځ د ولسمشرۍ د چارو اداره (اداره امور) کې له ځوانانو سره مشورتي غونډه وه. د نجم په استازیتوب د ټولنې رئیس او زه ورغلو. په غونډه کې پدې خبرې کیدې، چې د ولسمشر د ټیم د منشور په رڼا کې دولت څنګه په مرکز، ولایتونو، ولسوالیو او کلو کې د ځوانانو د پیاوړتیا او د هغوی د تنظیم لپاره اغیزمن کار وکړي.

له ځوانانو سره دا څلورمه غونډه وه. د ادارې په وینا د مشورو له بشپړیدو وروسته به د ځوانانو وړاندیزونه د یوې جامعې طرحې په ډول ولسمشر ته وړاندې کیږي او له تایید وروسته به د ځوانانو معینیت، ځوانانو ټولنو او نورو اړونده ارګانونو له لارې په ټول هیواد کې عملي کیږي.

د چارو ادارې مامور په ټیلیفون د هرې ټولنې استازو ته ویلي و، چې ښځینه استازې له ځان سره راولي، تر څو په غونډه کې د ښځو او نرو تر منځ یو تصنعي انډول رامنځ ته شي. سره لدې هم غونډې ته یواځې نارینه استازي راغلي و. وروسته د کابل ښار یوه ښوونځي ۵ ښوونکې راغلې، ایله د ټولو زړه ولګید.

مشورې تر ډیره په فکري، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ځوانانو په وده څرخیدې. د ځوانانو ټولنې، چې تر ډیره د نورو ټولنو په څیر د چارواکو د خپلوانو او ملګرو له خوا د ځانګړو پروژو او ګټو لپاره جوړې شوي، لدې برخو هاخوا دې کار ته ځانګړې شوې بودیجې ته ډیر په هوس کې وې. ما ته په ټولو کې کمزوري وړاندیزونه د فکرې ودې په اړه ښکاره شو.

افغانستان د ټولنې او هیواد په کچه د ځوانانو فکري توجیه ته ځانګړې تګلاره نلري. یوه ډله ځوانانو په ټولنه کې له شته ازادیو او فرصتونو په ګټې د نوي او ماډرن فکر په بهانه د بې لارۍ لاره خپله کړي او داسې فکر پکې راټوکیږي، چې ډیر کله د وطن فرهنګ او آن عقیده تر پوښتنې لاندې راولي.

بله ډله ځوانان په ټولنه کې حاکمې ګډوډۍ او بې تګلاریتوب د افراطي فکر خپلولو ته مجبور کړي. هغوی بیا هر هغه څوک، چې د دوی له فکره بیل فکر کوي، د اسلام او ایمان له دایرې وتلی او د مرګ لایق ګڼي.

د دې دوه ډلو تر منځ د مناسب توازن برابرولو او ځوانانو کې د ګټور او اغیزمن فکر بنسټ ایښودلو په موخه پکار ده، چې د کورنۍ، ټولنې او هیواد په کچه اساسي هڅې وشي. واحد اسلامي معتدل او پرمختللی تعلیمي نصاب جوړول یې یوه لاره ده. د دولسم ټولګي فارغانو ته د ښه کیفیت لوړو زده کړو برابرول او بیا له فراغت وروسته ځوانانو ته له تخصص سره برابرې دندې برابرول هم ګټورې چارې دي. په ښارونو او کلیو کې د عامه کتابخانو جوړول، د راډیو او تلویزون له لارې د دیني لارښوونو عامول، د مساجدو جامعه او فعاله ونډه بیا راژوندۍ کول، د عامه پوهاوي لنډ مهال او اوږد مهاله پروګرامونه دې موخې ته د رسیدو لپاره نورې وسیلې دي. کورنۍ کې اسلامي روزنې او دیني لارښوونو ته پاملرنه او التزام د دې ټولو اساس جوړوي.

که دا کارونه ونه شي، ځوانان به همداسې په سطحي کارونو کې خپل اوس مهال تیروي، یواځې د ځان غم به ورسره وي او د ټولنې او هیواد راتلونکې لپاره به کوم ځانګړی هدف او پلان نلري. پداسې حال کې، چې د ځوان دنده د ټولنې نن او سبا دواړو جوړول دي.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *