چې ډب نه یي ادب نه یي

مدثر اسلامي

زمونږ د کلي ډرېور کاکا پرون د کلي د دوکان مخې د یوه ګرم سیاسي بحث په ترڅ کې د کرزي د دورې په ډالرو پسې لاسونه مروړل. د بحث یوه ګډونوال یې په خبرو کې ورولوید ویل، ډالر خو ما او تا ته نه رارسیدل، ټول د لویانو جیبونه ته لاړل. دریم تن د ډرېور کاکا په ننګه کې ورغږ کړ، هر څه چې و مونږ ته یې ګټه رارسیده، که په هغو وریده په مونږ څڅیده.

تیرو ۱۳ کلونو کې افغانستان ته د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو ډیرې پیسې د مرستو، ډالیو او پور په بڼه راغلې. د دې پیسو لویه برخه بیرته هغو هیوادونو کې ولګیدې یا له افغانستان بیرته ورغلې له کومه ځایه چې راغلې وې. هغه برخه چې دلته پاتې شوه وزیرانو او رئیسانو پرې ځان ته ماڼۍ او بلډنګونه جوړ کړل، یوه برخه یې د همدې صاحبانو د رخصتیو په بهرنیو میلو او چکرونو ولګیدې. د پام وړ برخه یې همدارنګه د منځنیو او وړو مامورینو د وړو روزي شوه. پاتې برخه (که څه پاتې شوې وي نو) یې د هیواد په بې ساري بیارغونه او پرمختګ کې ولګیدې.

د ډرېور کاکاپه وینا د کرزي دوره د بې غمۍ وه؛ چا تر ډیره حساب او کتاب ته غاړه نه ایښوده. د شته فساد او په چارو کې د روڼتیا نشتون له امله ډیرې پیسې شخصي جیبونو ته لاړې. دولت او نړيواله ټولنه لدې ټولو کیسو خبره وه، خو پدې اړه یې اساسي ګامونه نه اخیستل. ډیری وخت نړیواله ټولنه هم د فساد په چارو کې ښکیله وه، کله د فساد سرلاري همدې نړیوالې ټولنې کوله. که څه هم پدې ترڅ کې ځینې چارواکو د فساد ختمولو غیر عملي وعدې وکړې او ځینې نورو بیا له فساد سره د جهاد اعلان وکړ، خو کله وعدې، وعدې پاتې شوې او کله چارواکو دندې له لاسه ورکړې.

د ملي وحدت حکومت له راتلو سره سم، چې د جان کیري په هڅو او فرمایش را منځ ته شو، اوسني ولسمشر اشرف غني له فساد سره د جدي مبارزې اعلان وکړ. د ولسمشرۍ په لومړیو ورځو کې یې د کابل بانک قضیې د بیا راسپړلو فرمان صادر کړ؛ ورپسې یې په قضايي قوه کې د فساد ختمولو خبره وکړه. داسې اوازې هم خپرې شوې، چې اشرف غني په پټه د شپې او ورځې له خوا له ګڼو دولتي ادارو لیدنه وکړه، څو د کار پروسه وارزوي؛ د لیدنو په ترڅ کې یې یو شمیر چارواکي د بې غورۍ له امله ځای په ځای له دندو ګوښه کړل.

لدې سره په ټولو وړو او لویو ادارو کې یو ډول ډار خپور شو، له دندې د ګوښه کیدو ډار، څارنوالۍ ته د معرفي کیدو ډار او د اشرف غني د ناڅاپي راتلو ویره.

تر اوسه دا ویره په ځای ده، تر یوې کچې چارې رڼې او سمې شوي دي، خو د حکومت د چارو په سر د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ اږدو لانجو او کابینې ته د ګوندي او سمتي تړاوونو په اساس د وزیرانو معرفي کولو دا ویره راکمه کړې.

که حکومت د فساد پر ضد یو پیاوړی او متحد دریځ غوره نکړي او په ټولو چارو کې مسلکي توب ته په نورو ټولو معیارونو برلاسی ورنکړي، کیدای شي یو ځل بیا هماغه د شهر ناپرسان مرحلې ته په شا لاړ شو. بیا به نه هغه ډالر وي او نه هغه مزې؛ خلک به د پولۍ ټک ته کیني.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *