فرخنده ولې ووژل شوه؟

مدثر اسلامي

په جلال اباد کې وم، چې د فرخندې د وژلو او سوځولو خبر مې ولوست. لومړنی خبر دا وه، چې خلکو ځکه وژلې، چې د قرآن پاڼو ته یې اور اچولی.

رسنیو سمدستي ولیکل، چې فرخنده په رواني ناروغۍ اخته وه.

نښو داسې ښوده، چې دا دې د عبدالرحمن، کامبخش او کبرا په څیر پروژه وي. زما په ګډون، ډیرو لومړي سر کې فرخنده ملامته کړه او د هغې کار یې وغنده.

د وزیر محمد اکبر خان مسجد امام او خطیب دکتور ایاز نیازي، چې د مصر له ازهر پوهنتون څخه یې په دیني علومو کې دکتورا کړې، د خلکو غبرګون له اسلامي ارزښتونو دفاع وبلله.

لدې سره سره د خلکو ظالمانه او بې رحمه غبرګون له هماغه پیله نږدې ټولو افغانانو وغنده.

وروسته معلومه شوه، چې فرخنده د کابل ښار د بي بي عایشه دارالعلوم فارغه وه او اوسمهال یې شاوخوا ۳۰ نجونو ته د قرآن کریم ښوونه کوله. د مور او پلار په وینا یې له حجاب پرته نور اسلامي احکام هم په ځای کول او د هغو د عامولو لپاره یې هڅې کولې.

داسې ښکاري، چې د زیارت منجاورانو فرخنده د ځان او خپل کاروبار (تعویذ لیکل او په شکرانه کې پیسې اخیستل) لپاره ګواښ ګڼلی او پر هغې یې د قرآن کریم د پاڼو سوځولو تور لګولی. عامو خلکو له هوښیارۍ او عقل پرته هغې ته د سزا ورکولو په موخه نوموړې سنګسار کړه. لدې بده دا، چې د هغې بدن یې له مرګ وروسته په ارامه پرینښود؛ له سوځولو وروسته یې د کابل سیند ډیران ته وغورځوه.

لومړی دا، چې په اسلامي ټولنه کې مجرم ته د سزا ټاکلو د پریکړې حق یواځې محکمه لري. هیره دې نه وي، چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د قضايي نظام فساد او په ځینو وختونو کې له ځانه اساني ښودلو، ډیری خلک په محکمو بې باوره کړي.

له بلې خوا د پولیسو دنده وه، چې د دې دردوونکې پیښې مخه یې په وخت نیولې وه. اوس د هیواد امنیتي ادارو ته پکار ده، چې پیښه کې ښکیل ټول وګړي د قانون منګولو ته وسپاري. همدارنګه هغه پولیس، چې په صحنه کې وو، خو د پیښې د مخنیوي هڅه یې نده کړې باید وپوښتل شي.

هغوی ته، چې د فرخندې د وژل کیدو انځورونه او ویډیو یې په پوره ډاډ اخیستې، پکار وه، چې د انساني همدردۍ له مخې د فرخندې حیا او عزت خوندي وساتي. عام خلک لدې ډول مسئلو سره په د مخ کیدو پر مهال قانوني حدود او د اسلامي شریعت اصول په پام کې ونیسي او په هیڅ ډول د احساساتو تر اغیز لاندې د شریعت اصول تر پښو لاندې نکړي او د قانون پلي کول په خپل سر ونکړي.

د یادولو ده، چې په وروستیو کې د مدني ټولنې په نامه اسلامي ارزښتونو ته سپکاوي د دې مسئلې په اړه د عامو خلکو حساسیت وروستي پړاو ته رسولی.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *