مدثر اسلامي

د رمضان په لومړي مازدیګر د کلي یوه ډله ځوانان پدې سلا شو چې قاري صاحب په شپه کې یوې سيپارې تلاوت ته راضي کړو. قاري صاحب په خوشالۍ زمونږ وړاندیز ومانه. د ماسختن له لمانځه وروسته چې قاري صاحب کله د امامت لپاره مخکې شو د جومات له ملا یې د لنډو خبرو اجازه وغوښته. ملا د سر په اشاره د خبرو اجازه ورکړه.

قاري صاحب مخ خلکو ته کړ او ویې ویل، د رمضان په میاشت کې د قرآن کریم له ختم نه زمونږ مقصد ثواب دی نو که د ټولو خوښه وي ختم به تر اووه ویشتمې شپې اوږد کړو. له هرې خوا د “ښه خبره ده” غږونه پورته شول. بیا قاري صاحب مخ واړوه او تکبیر یې ووایه.

په لومړۍ شپه قاري صاحب دوه سیپارې ولوستې. په نږدې دوه ساعته کې تراویح پای ته ورسیدې. له ختم وروسته یوه سپین ږیري د یوه فاتح د شتون وړاندیز وکړ.
سبا مازدیګر له لمانځه وروسته ملا خلکو ته یو نوی ځوان معرفي کوه. د ځوان نرۍ لوړه تنه وه او سپینې جالۍ خولې او ږیرې یې ښودله چې قاري دی. زمونږ ګومان دا و چې دا به فاتح وي. خو د ماسختن له لمانځه وروسته د پروني قاري صاحب پر ځای نوی راغلی قاري امامت ته مخکې شو.

له هماغې ورځې وروسته په جومات کې د شپې دوه سیپارې ختم رواج شو. تر اووه ویشتم پورې د ختم اوږدول زمونږ د ټولو په زړه ارمان پاتې شو. د جومات ملا ته مو څو ځله وریاده کړه چې د کلي خلکو  د شپې په یوه سیپاره سلا کړې وه خو ملا غوږ پرې ونه ګروه.

نوي قاري دوې سیپارې په نږدې یوه ساعت کې خلاصوي. دومره په بیړه تلاوت کوي چې د قرآن په الفاظو پوره سړی نه پوهیږي. په معناوو کې یې فکر او تدبر خو لا پر خپل ځای پریږده.

ملایان ډیري وخت لدې سر ټکوي چې د ختم پر مهال په وروستیو کتارونو کې ځوږ وي. زما په اند يې دوه لامله کیدای شي:

یو دا چې په تراویح کې له وسه ډیر تلاوت کیږي (یوه سیپاره یې مناسبه اندازه ده)، دویم دا چې تلاوت دومره په بیړه کیږي چې په الفاظو پوهیدل اوریدونکي ته ګران شي.

زمونږ په جومات کې هم د همدې دلایلو له کبله په وروستیو کتارونو کې د ځوانانو انډوخر جوړ وي. کله چې امام رکوع ته د ښکته کیدو لپاره تکبیر ووایي په مسجد کې د منډو او ترپکو ځوږ ټول مسجد وخوځوي.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.