د پاریس برید او د افغانانو غبرګون

مدثر اسلامی

د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې سلګونه وګړو شنبه (د جدي ۲۰مه) د یوه لاریون په ترڅ کې د پاریس ښار په شارلي ایبدو اونیزه خبرپاڼه د برید ملاتړ وکړ.
د پژواک خبري اژانس په وینا د لاریون ګډون کوونکو په یادې خبرپاڼې دوه برید کوونکي قرهمانان بلل. له ازادي راډیو سره په مرکه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي وویل: “که د فرانسې دولت نوموړې اونیزې ته د اسلام او مسلمانانو د سپکاوي اجازه نه وی کړې، دې ځوانانو به داسې احساساتي عکس العمل نه ښوده. ” هغه همدارنګه برید کوونکي غازیان او شهیدان وبلل.
د بارکزي په وینا د ژورنالیستانو له خوا د اسلام محترم پیغمبر ته سپکاوی قبیح کار دی او دی یې غندي.
د ارزګان اوسیدونو د برید ملاتړ ځکه کړی، چې یادې خبرپاڼې تیر کال د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سپکوونکي کارتونونه ښکلي او خپاره کړي وه. لاریون کوونکو د ولسمشر اشرف غني له لورې د برید غندل خواشینی کوونکی ګڼلی او ترې غوښتي یې دي، چې له فرانسې سره اړیکې وشکوي.
له بلې خوا په بلخ کې د مدني ټولنې نیم درجن فعالانو د پاریس برید غندلی او په هر ځای کې یې د بې ګناه وګړو وژل ناوړه کار بللی.
لدې مخکې ولسمشر اشرف غني، د ولسمشرۍ ویاند نظیف سالارزي، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي او ګڼ شمیر نورو چارواکو او خپلواکو اشخاصو د فرانسوي خبرپاڼې پر دفتر برید غندلی او د وژل شوو له کورنیو سره یې خواخوږي اعلان کړې.
تیره اونۍ دوه وسله والو د چارلي ایبدو په نامه د طنز فرانسوي مجلې پر دفتر برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د خبرپاڼې ۱۰ ژورنالستان او دوه ساتونکي وژل شوي. د فرانسې پولیسو دواړه وسله وال له برید وروسته د پاریس ښار په شمال کې کلابند او وژلي.
پداسې حال کې، چې ځینې رسنۍ او اشخاص د برید پړه پر مسلمانانو اچوي، د نظر خاوندان پدې باور دي، چې برید له اسلام او مسلمانانو سره اړیکه نلري. ځکه له یوې خوا خپرونه یواځې اسلام او مسلمانانو ته نه بلکې عیسویت او یهودیت ته هم سپکاوی کوي. له بل پلو د پیغمبر علیه السلام کارتونونه یو کال وړاندې خپاره شوي او برید کوونکو کولی شو په هماغه وخت کې عکس العمل وښيي.
په فرانسه کې دا برید پداسې وخت کې ترسره کیږي، چې په نړیواله کچه او په ځانګړي ډول اروپا کې له مسلمانانو سره د همدردۍ او ملاتړ روحیه ورځ تر بلې پیاوړې کیږي.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *