رهبر نهيلي نه مني

دکتور رحمت الله زاهد

حقيقي رهبر چې د خلکو له منځ څخه راټوکيدلی، د خلکو په تودو سړو کې شریک، د خلکو په خوشحالۍ خپګان کې ګډ، د هغوی له لوږې تندې خبر او د هغوی له تکلیفونو او ستونزو څخه معلومات لري، کله هم د ژوند په تودو سړو کې نه نهیلی کيږي او نه د خپل ملت په زړه کې نهيلي خپروي.

حقيقي رهبر که د ملت لخوا ریشخند شي او په کاڼو وويشتل شي بيا هم هيله من وي چې یوه ورځ به د همدې ملت څخه داسې څوک پيدا شي چې د ده سره به ملګرتيا وکړي او د ملت ډوبيدونکې کشتۍ به ساحل ته وباسي.

حقیقي رهبر که ووهل او وټکول شي، په غاړه کې يې پړی واچول شي، په لارو کې ورته ازغي وشيندل شي، سپورې ستوغې ورته وويل شي، چټلي او ګندګي پرې راوغورزل شي او ان تر دې چې د قتل هڅې یې وشي، بيا هم وایي چې: ربه! ملت ته مې لارښوونه وکړې ځکه چې دوی نه پوهيږي.

حقيقی رهبر که له کوره وويستل شي، خپل هيواد او وطن پريښودو ته اړ شي، له خپل کور، مال، اولاد، جایداد، ملګرو او خپلوانو څخه محروم کړل شي، بيا هم په دغه حالت کې دومره هيله من وي چې د خپل ملت د هوساينې، آرامۍ او واکمنۍ باور لري او د هغوی د پرمختګ زیری ورکوي.

حقيقی رهبر که له لوږې تندې په نس پورې کاڼي هم وتړي، د سختو تکلیفونو او ستونزو سره مخ شي، د دښمن لخوا کلابند شي، خپلې دفاع ته اړ شي، بيا هم د خپل ملت په زړونو کې ناهيلۍ ته لار نه پريږدي، بيا يې هم دومره هيله من کوي چې یوه ورځ به دښمن له منځه ځي او تاسو به د نړۍ واکمنان کيږئ.

دغه شان حقيقي رهبر په ملت کې محبوبيت لري، هغه رهبر چې په ډاګه خپل ملت ته وایې چې: مه نهيلي کيږئ، ځکه چې نهيلي د مسلمان اخلاق نه دي؛ هوډ او عزم وکړئ، راتلونکی ستاسو دی.

حقيقي رهبر ځوانانو ته د بريالیتوب لاره ښايي او هغه ځانګړتياوې ورپه ګوته کوي چې هغوی پرې برياليتوب ته رسيدلای شي. په خپل هدف باندې ايمان او عقيده لرل، د خپل هدف سره اخلاص لرل، د خپل هدف د لاسته راوړلو لپاره په جدي توګه کار کول، او د هدف د تر لاسه کولو لپاره داحساساتو لرل هغه ځانګړتياوې دی چې ځوانان پري خپلو اهدافو ته رسيږي.

حقيقي رهبر کله هم د حالاتو د ستختيدو له امله نهيلی کيږي نه، کله هم د راتلونکي څخه نااميده نه وي؛ هغه رهبر چې د تل لپاره د ملت په زړونو کې د راتلونکي په اړه هيلې ژوندۍ ساتي، هم هغه حقيقي رهبر او د ملت د رهبرۍ حق لري.

هغه رهبر چې په عکس العملي توګه د رهبريت مقام ته رسيدلای وي، د ملت د ستونزو او کړاوونو څخه خبر نه لري، د ملت سره د ګډ ژوند څخه ويره لري، هيڅکله هم حقيقي رهبر نه شي جوړيدای. دغه رهبر د هميشه لپاره د ملت په زړه کې د راتلونکي په اړه انديښنې پيدا کوي، د خپل راتلونکي څخه يې نهيلي کوي او د ملت د استقرار او آرام لپاره هيڅ پروګرام نه لري.

د افغانستان د ملت لپاره د حقيقي رهبر په هيله!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *