له ستونزو فرصتونه جوړ کړئ!

دکتور رحمت الله زاهد

د افغانستان ټولنه، چې له تيرو څلور لسيزو راهيسې له کومو ناخوالو سره مخ شوې ده، دغه ناخوالو زمونږ ځوانان په څلورو ډلو تقسیم کړيدي. يوه ډله هغه ځوانان دي چې په پرلپسې توګه د خپل توان په اندازه د دغه ناخوالو د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي. که حالات هر ډول وي، دوی پې پروا نه لري؛ د هر ډول ستونزو سره د مقابلې هوډ لري او خپل هدف ته د رسيدو لپاره هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

دوهمه ډله ځوانان هغه دي، چې په خپله د حالاتو سره د مقابلې توان نه لري، ستونزې نه شي ګاللی، مشکلات په فرصتونو نه شي بدلولی، خو د لومړۍ ډلې سره ملګرتوب کوي؛ د هغوی په مشرتابه کې ځان د سمون په قافله کې يوځای ګڼي او د هغوی سره د ناخوالو په له منځه وړلو او هدف ته په رسيدو کې همکاري کوي.

دريمه ډله ناهيلي ځوانان دي، چې د ناخوالو، پرلپسې ستونزو او بې باوريو له امله لاس تر زنې ناست دي، د ټولنې لپاره په هيڅ ډول کار باور نه لري او په دې انتظار دي، چې پخپله به هر څه سم شي، ځکه چې د دوی په انددغه ناخوالو ته د پای ټکی ايښودل د دوی د وس کار نه دی نو دوی بايد يواځې د خپل نس د مړولو په غم کې شي او بس.

څلورمه ډله هغه ځوانان دي، چې نه يواځې د ټولنې په سمون کې برخه نه اخلي بلکه د ټولنې د تخریبولو پوره هڅه کوي؛ که څوک د ټولنې د سمون کوشش کوي، په مخ کې ورته خنډ کيږي؛ په نور ځوانانو کې د ناهيلۍ د خپرولو کوشش کوي؛ د ټولنې په سمون او اصلاح کې هڅه کوونکو ځوانانو ته پرلپسې شکونه اچوي او د هغوي د بدنامولو لپاره هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

په ټولنه کې بدلون لومړۍ ډله ځوانان راوستلای شي، هغه ځوانان چې په هيڅ حالاتو کې هم نه ناهيلې کيږي؛ ستونزې او مشکلات يې له خپل عزم او هوډ څخه نه شي اړولی؛ هوا، طوفانونه، تياره او بارانونه يې له خپل هدف څخه نه شي ګرځولی؛ په تيزو بادونو کې هم د خپل هدف شمعه روښانه ساتې؛ د خپل هدف په لاره کې هرګز هم داسې نه وایي، چې په لاره کې مې ازغې خواره دي، پر مخ کې مې سيلابونه دي، دشمن راته په کمين کې دی، څوک مې خبره نه اوري، وسایل راسره نه شته، مخالفتونه ډير دي، له بدنامۍ ويريږم، خلک مې په يو نوم او بل نوم مشهوروي.

هغه ځوانان په ټولنه کې بدلون راوستلای شي، چې په لوږه کې په نس پورې تيږې تړلای شي، شخ او زاړه کالي په تن کولای شي، په تيارو کې د خپل هدف لاره لنډولای شي، د ازغو او نيزو په څوکو او د تورو په بریښنا کې خپل مزل جاری ساتلای شي، د طوفانونو په مخ کې غر او د سيلابونو په مخ کې فولادي بند جوړيدلای شي.

هغه ځوانان بدلون راستلای شي چې له ستونزو فرصتونه جوړوي، مشکلاتو ته غاړه ورکوي، په حالاتو کې بدل نه بلکه حالات په خپله ګټه بدلوي، نه له دشمن ويره لري، او نه له بدنامۍ ويريږي، نه د چا د نومونو پروا لري او نه د چا د تورونو، نه له تيارو ويريږي او نه له طوفانونو، د هدف طرف ته پرلپسې روان وي، خپل هدف ورته دومره ارزښت لري، چې په لاسته راوړلو کې يې د هيڅ شي پروان نه لري.

هغه خلک کله هم بدلون نه شي راوستلای چې فيصلې یې له حالاتو اغيزمنې وي، په هر وخت کې د ستونزو يادونه کوي، د وسایلو له کمي څخه شکايت کوي، د مخالفتونو څخه ويره لري، له بدنامۍ او تورونو څخه ويريږي، له نومونو څخه ډار لري، د خپل هدف د ښکاره کولو او خپل هدف ته د ځان له منسوبولو څخه ډاریږي.

د بدلون هوډ لرونکي ځوانان بايد له ستونزو فرصتونه جوړ کړي، حالات په خپله ګټه وڅرخوي، هر قدم يې په پوره عزم او اخلاص د خپل هدف په لورې پورته شي، ټولې فيصلې یې يواځې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو په رڼا کې ترسره کيږي او خپل هدف ته په رسيدو کې د هيڅ چا پروا نه لري.

دبدلون په لاره کې د عزم او اخلاص لرونکو ځوانانو د ملګرتوب په هيله!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *