نجم، د سید جمال الدین د افکارو تسلسل

دکتور رحمت الله زاهد

پوره درې کاله وړاندې د ۱۳۹۰هجری لمریز کال د حوت په ۱۹ نيټه د ګران هيواد په ختيځ ننګرهار ولايت، جلال آباد ښار کې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) بنسټ هغه وخت کيښودل شو، چې د هيواد د بيلا بيلو ولايتونو څخه نږدې پنځوس تنه ځوانانو په دې عزم او اراده تاوده بحثونه کول چې څنګه کولای شي په خپله ټولنه کې د مثبت بدلون او ملي پرمختيا لپاره خپل ديني او ملي مسئوليت ترسره کړي.

د نجم د جوړيدو اساسي هدف په داسې يوه ټولنه کې مثبت بدلون راوستل وو، چې نږدې څلور لسيزې د بيلا بیلو ستونزو سره لاس او ګريوان ده او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره يې هيڅ د حل لاره نه لټول کيږي. پدغه توګه هغه زوريدلي ملت ته د پرمختيا زمينه برابرول وو، چې د اوږدو جنګونو، شخصي مصلحتونو، زور او زياتيو له امله په هر ډګر کې وروسته پاتې شوی.

د نجم د بنسټ ايښودنې ورځ د شرق د ستر نابغه، مصلح او دعوتګر سيد جمال الدين افغان د مړينې د ورځې سره سمون خوري؛ دغه سمون سره لدې چې یو تصادف وو خو په حقيقت کې د نجم بنسټ ايښودنه د سيد جمال الدين د افکارو تسلسل او تګلارې پيروي بلل کيدای شي.

سيد جمال الدين افغان په داسې يو وخت کې دنیا ته سترګې وغړولې چې اسلامي نړۍ د زوال په لوري ګامونه اخستل؛ مسلمانان په خپل منځ کې په بې اتفاقيو اخته وول، عثماني خلافت چې د مسلمانانو د هيلو اخري مرکز و، د له منځه تللو سره لاس او ګريوان وو؛ افغانستان د داخلې او خارجې توطیو له امله د جنګونو مرکز ګرځيدلی و.

سيد افغان د اسلامي امت د حالت د سمون په خاطر خپل اصلاحي حرکت پيل او د افغانستان څخه يې تر ايران، هند، مصر او ترکيې پورې هر واکمن ته د خپل پيغام د رسولو هڅه وکړه، تر څو مسلمانان د خپل منځي اختلافاتو څخه لاس په سر، په خپل منځ کې د وحدت او يوالي خاوندان او د پرديو له غلامۍ څخه خلاصون بيا مومي.

سيد افغان د مسلمانانو د برم او عزت د پر ځای کولو لپاره د هر قسم مشروعو وسايلو څخه کار واخیست، د وينا او ليکنو څخه نيولې او بيا د واکمنو د دروازو تر ټکولو؛ د علماؤ او پوهانو د راويښولو او عام اولس ته د خپل پيغام د رسولو پورې يې هره لار تعقیب کړه، خو متأسفانه چې پدې بريالی نه شو تر څو د خپلو افکارو د خورولو لپاره یو منظم جريان جوړ کړي، خو پدې هرو مرو بریالی شو چې خپل افکار په بيلا بیلو وسایلو راتلونکي نسل ته پريږدي.

نهاد جوانان مسلمان پدې وياړي چې د ختيځ د دغه ستر نابغه په ټاټوبي کې يې پداسې حال کې بنسټ کيښودل شو، چې د هيواد حالت د هغه حالاتو سره ډير توپير نه لري کوم چې د سید په زمانه کې د هيواد او نړۍ وو؛ هيواد د پرديو د سخت فرهنګي یرغل لاندې دی، د هيواد خلک سره په خپلو کې لاس او ګريوان دي، د يو متحد ملي زعامت څخه بې برخې دي، د ژوند په هر اړخ کې شاته پاتې دي، هيواد او ملت د داخلي او خارجي توطیو ښکار دی.

پداسې حالت کې اړينه وه چې د سید جمال الدين د افکارو په رڼا کې د هيواد او ملت ستونزو ته حل لاره ولټول شي، د هيواد ځوانان د لويديځ د ناوړه فرهنګي يرغل څخه خوندې وساتل شي، په ټولنه کې د مثبت بدلون په لور ځوانان وهڅول شي، په ځوانانو کې په خپل ځان باندې باور او اعتماد پيدا شي، تر څو وکولای شي، چې د خپل هيواد ستونزو ته پخپله د حل لاره ومومي، خپل ملت په خپلو مټو د پرمختيا په لور روان کړي او په خپل ذهانت او صلاحيت د داخلي او خارجي توطیو مخه ونيسي او خپل هيواد د نړۍ د پرمختللو هيوادونو او خپل ملت د پرمختللو ملتونو په ليکه کې ودروي.

نجم، ځوانان د هيواد د تيارو له منځه وړلو ته هڅوي. نجم هغه رڼا ده، چې د هيواد ټولې تيارې به رڼا کوي. نجم ځوانان د ژوند د هدف سره اشنا کوي. نجم ځوانانو ته د برياليتوب لاره ښایي او نجم پدې باور او یقين  لري چې حتما به د خپلو اهدافو په لاسته راوړلو کې برياليتوب ترلاسه کوي، ان شاء الله.

وما ذلک علی الله بعزیز

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *