روښانه راتلونکی باکيفيته معارف غواړي

دکتور رحمت الله زاهد

زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې د لمریز کال لومړۍ ورځ د معارف د ورځې سره سمون خوري. پدغه ورځ د سړو سيمو د رخصتيانو د پای ته رسيدو او د نوي تعليمي کال د پيل د خوښيو له امله په ټول هيواد کې عامه رخصتي وي. د مکتب زده کوونکي خپلو مکتبونو ته د تللو او نوي شاګردان په مکتبونو کې د داخلې لپاره چمتووالی نيسي، چې هر کال په سلګونو زره نوي کوچنيان مکتبونو ته لاره پيدا کوي، تر څو خپل ځان د پوهې په ګاڼه سمبال او د هيواد او ملت د خدمت جوګه شي.

تعليم او تربيه د يو هيواد او ملت په پرمختګ کې تر ټولو اساسي وسيله ده. د هيواد پرمختګ او د ملت هوساينه په يو پياوړي، قوي، باکيفيته معارف پورې تړلې ده. څومره، چې د معارف سيستم پياوړی، د ملت د غوښتنو او اړتياوو سره سم او د هيواد د چاپيريال سره برابر وي، هم پدغه اندازه يې د هيواد او ملت په پرمختګ کې پايله مثبته او اغيزه يې ډيره وي.

هر دولت د خپل ملت د ارزښتونو او هيواد د چاپيريال په نظر کې نيولو سره د معارف سيستم جوړوي او وخت تر بله د اړتياوو له مخې په هغې کې بدلون راولي. پرمختللي هيوادونه د نورو له ښو تجربو څخه ګټه اخلي او د هغوی تجربې د خپل ملت او هيواد د اړتياوو په قالب کې اچوي، محلي کوي یې او بيا د پوره ارزونې وروسته يې ګټې اختستنې ته چمتو کوي.

د ملت د فکر په جوړولو، د اخلاقو او اعمالو په سمولو، د ارادو په پخولو او د عزمونو په پياوړي کولو کې د تعليم او تربيې رول له بلې هرې وسيلې ډير دی. همدا لامل دی، چې اسلام خپل دعوت له (اقرأ) څخه پيل کړ او دغه (اقرأ) په درويشتو کلونو کې نړۍ ته يو داسې ملت وړاندې کړ چې د انسانيت په ټولو معيارونو پوره، د تهذيب او تمدن لوړه نمونه او د بشريت د لارښوونې لپاره په پشپړه توګه جوګه و.

نن هم چې مونږ په نړۍ کې په مادي او معنوي لحاظ کوم پرمختللي ملتونه ګورو، هرو مرو يې شاته د معارف يو داسې پياوړی سيستم کار کوي، چې د هغه ملت د ډيرو سترو مغزونو لخوا تيار او د مخلصو بچيانو لخوا پرمخ بيول کيږي.

زمونږ په هيواد کې هم معارف ته ډيره ستره بوديجه ځانګړې کيږي، په ملياردونو ډالر د معارف په پرمختګ مصرف کيږي. هر کال په تيره بيا په وروستيو څوارلسو کلونو کې د معارف د پرمختګ لپاره ډيرې هڅې وشوي، د مکتبونو لپاره په زرګونو تعميرات جوړ شول، په سلګونو زره ښوونکي په کار وګومارل شول، په ملیونونو شاګردان مکتبونو کې شامل شول او د ظرفيتونو د لوړولو او د معارف د سيستم د پياوړي کولو لپاره په زرګونو سيمينارونه او کانفرانسونه جوړ شول.

خو هغه څه چې تر سترګو کيږي هغه ورځ په ورځ د کيفيت په لحاظ د معارف وروسته پاتې کيدل دي، معارف لکه د دولت د نورو ادارو په څير د رشوت، فساد، اختلاس او بې کيفايتۍ ښکار کيدل دي. تر ډيره د مسلکې مديرانو او مخلصو ښوونکو نه شتون د معارف سيستم د ګواښونو سره مخ کړيدی، د دولت لخوا ښوونکو ته د کم معاش ورکولو، د تعليمي بهير د نه څارلو، او د بې ځایه کاغذي فعالیتونو له امله په کيفي لحاظ معارف د جدي ستونزو سره مخامخ دی.

د معارف د بې کیفيته سیستم څخه فارغ ډیری شاګردان د عالي تحصيلاتو په لاسته راوړلو کې له ډيرو ستونزو سره مخ کيږی. په سلګونو زره شاګردان د کانکور په امتحان کې بې نتيجې پاتې کيږي او بریالي شاګردان د تحصیلي دورې په پرمخ وړلو کې ډيرې ستونزې لري، سره لدې چې د عالي تحصيلاتو سيستم هم د معارف د سيستم څخه ښه نه دی.

لدې امله دولت او ملت بايد د معارف اهميت او ارزښت ته قايل او د سمولو لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي. د کميت پر ځای بايد کيفیت ته پاملرنه وشي، نصاب د افغانستان د چاپيريال او د ملت د ديني او ملي ارزښتونو سره سم تيار شي، د نورو هيوادونو د تعليمي نصاب څخه د خپلو اړتياوو په نظر کې نيولو څخه ګټه پورته شي، د معارف د پرمخ بيولو لپاره مخلص او مسلکي کدرونه وروزل شي، متخصص استاذان وګمارل شي. په مکتبونو کې دې د پوهنې او روزنې لپاره درست چاپيريال اماده کړل شي، دښوونکو معاشونو دې لوړ شي تر څو د هغوي اړتياوې پوره او په نورو کارونو بوخت نه شي. د مديرانو او ښوونکو په تعيين کې دې د پوره دقت څخه کار واخستل شي. د امتحان اخستنې او ارزيابۍ پروسې ته دې جدي پاملرنه وشي او د معارف د نظام څخه دې د رشوت، فساد، اختلاس، خپلوۍ پالنۍ او داسې نورو مرضونو ټغر ټول کړل شي.

که د يو پياوړي معارف خاوندان شو، ډير زر به د يو پرمخللي افغانستان او هوسا ملت خاوندان شو او که د معارف حال مو دا وي لکه چې اوس يې په خپلو سترګو ګورو، د پرمختګ او هوساينې خوب به مو هيڅ کله هم تعبير بیا نه مومي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *