واکمنو، په ځوانانو رحم وکړئ!

دکتور رحمت الله زاهد

د ښکلي بدن او ښایسته رنګ ځوان، چې عمر به یې د شلو او پنځه ويشتو کلونو تر منځ و په پلاستيکي دوسيه کې يې څو کاغذونه هم د ځان سره درلودل، راته ودريد او په لړزیدلې غږ يې وويل: په وظيفه پسې ګرځم که يرې وظيفه راته پيدا کړئ. زه ورته غوږ وم، ده خبرې همداسې اوږدې کړې، د ليرې واټنه پیاده راغلی یم، په کور کې بوډا پلار لرم، باور دې وشه په کور کې چای هم نه و، له ادبياتو فارغ یم، که وظيفه په لاس راشي، ګنې خپلې ستونزې به پرې کمې کړم.

کيدای شي ځوان د تحصیلاتو وروسته په حقيقې توګه د وظيفې په لټه کې و او يا يې هم د سوال کولو لپاره کوم نوی تخنيک ایجاد کړی و، خو په هر حال کې د ځوان څخه د رخصتيدو وروسته راته د خپل هيواد د ځوانانو او د ځوانانو په هکله د واکمنو د تعامل په هکله بلا پوښتنې پيدا شوې.

زمونږ هيواد چې نږدې ۶۸ سلنه يې ځوانان تشکيلوي او د افغانستان ملت يو ځوان ملت بلل کيږي، پدې هيواد کې د واکمنو لخوا د ځوانانو سخته بې قدري روانه ده. يو خوا مو هر کال په سلګونه زره ځوانان د عالي تحصیلاتو څخه بې برخې پاتې کيږي او بلې خوا له پوهنتونونو څخه لسګونه زره فارغ ځوانان په وظيفو پسې سرګردانه ګرځي، کوم يو يې چې وظيفه پيدا کوي نو هم د زړو مامورينو لخوا يې دومره سپکاوې وشي چې په خپل تعليم او تحصيل هم پښيمانه شي.

ډيری ځوانان مو د هيواد د ناخوالو او بې کاريو له امله په پرديو او په ځانګړې توګه ګاونډيو هيوادونو کې د نورو په مزدورۍ کې خپلې ځوانۍ زړوي او هيواد ته له راستنيدا وروسته له ځان سره بلا ستونزې راوړي، په نشه يي توکو له معتاد کيدو څخه نيولې او بيا د بې دينۍ او مذهبي افراطيت پورې هر څه مو د بې کارۍ له امله په هيواد کې ريښې زغلوي او زمونږ هيواد د سختو ستونزو سره مخ کوي.

د هيواد غوڅ اکثريت ځوانان مو د يوې مړې ډوډۍ پيدا کولو لپاره در په در خاورې په سر ګرځي او د پرديو په پيسو ډک شوي په سلو کې پنځه ځواکمن او واکمن مو د سپيو لپاره هم نوکران لري. د هيواد د ودانولو لپاره په ملیاردونو ډالره مرستې د بې کفايتۍ له امله د يو څو کسانو جيبونو ته اچول کيږي او په سلګونو زره ځوانان مو پرته له کومې وظيفې د ژوند د ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

په بيلا بیلو وزارتونو کې په زرګونو پوستونه خالي پراته دي، خو زمونږ د باسواده ځوانانو لپاره پکې د مقرريدو کوم چانس نه په سترګو کيږي، ځکه چې پدې غم لړلي هيواد کې د ژوند د اړتياؤو د پوره کولو د توکو په څير وظيفې او پوستونه هم د مافيايي کړيو په لاس کې دي او هغه څوک ورته بايد لار پيدا کړي چې ددغه کړيو سره اړيکه لري او يا دغه کړيو ته د خدمت کولو جوګه وي، کوم څوک چې په کوم مهم پوست مقرر وي او له دغه کړيو سره اړيکه نه لري، نو کار کولو ورته ستونزمن وي.

د ځوانانو په هکله ددغه ظالمانه چلند په پايله کې چې هغوي د نشيې توکو په کارولو نه اخته کيږي، نو نور به څه کوي، چې هغوي د قانون څخه سرغړونې ته نه اماده کيږي نو د قانون عملي کولو ته به څنګه تيار شي، که باسواده بې کاره ځوانان ټولنې ته د ستونزو پيدا کولو لامل کيږي نه، نو د ټولنې ستونزې به څنګه حل کړي.

لدې امله واکمنو ته په ځانګړې توګه او د ملت ځواکمنو ته په عمومي توګه پکار ده چې د دې مظلوم ملت او ورانې ويجاړې ټولنې په حال د رحم کولو په خاطر بايد ځوانانو ته پاملرنه وکړي، په لومړي قدم کې بايد په سمه توګه ددغه ځوانانو د تعليم او تحصيل غم وخوړل شي او په دوهم قدم کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

که واکمن او ځواکمن مو د ځوانانو په حال رحم ونکړي نو دغه ځوانان به په دې ټولنه کې داسې اور بل کړي چې تر هر چا مخکې به يې په لمبو کې همدغه واکمن او ځواکمن لولپه شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *