دکتور رحمت الله زاهد

د تيرې شنبې ورځ (د حمل ۲۹ مه) د جلال اباد ښار يو ځل بيا په وينو سور شو، لسګونو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ځوانان پر ځمکه راپريول، کوچنيان او سپين ږيرې په وينو ولمبيدل، په لسګونو کورنۍ د غم په ټغر کيناستې، ارمانونه او هيلې له خاورو سره خاورې شوې، په لسګونو بچيان يتيمان او تورسرې کونډې شوې، ميندې بورې او خويندې له ورونو محرومې شوې.

پيښه دومره دردونکې وه چې بې اختياره یې له سترګو اوښکې بهولې، د غمیزې د انځورونو او ويديوګانو د ليدلو همت چا نه درلود. هر بااحساسه هيوادوال يې خواشينی کړ او بې اختياره يې د پيښې عاملينو ته له خولو څخه ښيراوې ووتلې، کاڼي زړونه يې هم لکه د موم ويلي کړل، د خندا ډکې خولې يې په ژړا ډکې کړې او د ډيرو کورنيو د هيلو شمعې يې مړی کړې.

زمونږ هيواد د نړيوالو توطیو او سازشونو ستر مرکز ګرځيدلی او ملت مو لکه د پسونو او چرګانو د دغه سازشونو په نتيجه کې له منځه ځي. نړيوال توطیه جوړونکي دغه صحنو ته ستار او رباب غږوي، پلي کوونکي ورته ناڅي او خوشحاليدونکي ورته خاندي، خو يواځې ښکار کيدونکي يې هغه څوک دي چې له غمه د اوښکو پر ځای ويني تويوي، خو بيا هم د چا رحم پرې نه راځي.

له ۱۳۵۷ لمریز کال راپديخوا د افغانستان ملت په داسې بې رحمۍ وژل کيږي چې په تاريخ کې یې مثال ډير کم ليدل کيږي. د افغان وژنې لپاره نړيوال توطیه ګر بیلا بيل شعارونه کاروي، د هر شعار لپاره په يوه جامه او بله جامه کې پلي کوونکي پيدا کوي او دغه پلي کوونکي په ډيره بې رحمۍ زمونږ هيوادوال داسې وژني چې له دښمن پرته پرې نور هر څوک اوښکې تویوي او له ډيره افسوسه ورته ژاړي.

نه پوهيږم چې ولې د دغه مظلوم او بې چاره ملت سره دا ستر ظلم روان دی، ولې د نړيوالو زړونه دې فقیر ملت ته نه نرميږي، ولې د نړۍ او منطقې استخباراتو دغه ګران هيواد راته په سور اور بدل کړی دی، ولې راته دا بې چاره ملت په ډيره بې رحمۍ وژني، ولې مو راته تنکي ګلان د ژوند په پسرلي کې رژوي، ولې مو د ځوانانو د ارمانونو غوټۍ ګل کيدو ته نه پريږدي، ولې مو د پيغلو خوبونه رښتيا کيدو نه پريږدي، ولې مو هره ورځ د پلرونو او ميندو زړونه دردوي، ولې مو د تور سرو زړونه ماتوي؛ ولې دې ملت څه ګناه کړې ده، دا ملت مو په کومه ګناه نيولی دی؟

ملت مو ژاړي، د ملت وينې مو تويیږي، هيواد مو په سور اور کې سوزي، خو واکمن مو د خپلو شخصي مصالحو له پوره کيدو څخه نه وزګاریږي؛ د شخصي غوښتنو په خاطر د يو بل له ګريوانه لاسونه نه وباسي، د اصلي دښمن سره معامله کوي، د حقيقي دښمنانو څخه يې سترګې ړندې او د خيالي دښمنانو په لټه کې دي؛ هيواد يې د پرديو د استخباراتو په محفوظ پټنځای بدل کړی دی، دښمنان د خپلې څیرې د پټولو لپاره په دقيقه توګه داسې خطرونو ته ګوټه نيسي چې همدوی يې په حقیقت او ماهيت ښه پوهيږي.

کله به مو د واکمنو سترګې خلاصې شي، کله به د دوی عقل کار وکړي، کله به دوی په دې بې چاره ملت رحم وکړي، کله به دا هيواد او ملت د مافيايې کړيو څخه وژغوري، کله به دوی د خپلو بادارانو او شخصي مصلحتونو پر ځای د هيواد او ملت د مصالحو لپاره مخلص شي، کله به دوی په خپل هيواد او ملت باندې رحم وکړي؟

د دې هيواد د ابادولو او د دې ملت د هوساينې لپاره داسې قيادت ته اړتيا ده چې د دې خاورې او ملت سره مخلص وي، خوښي او خفګان يې د دې ملت سره تړلی وي، د هیواد او ملت په ستونزو او غميزو کې شریک وي، مرګ او ژوند يې پدې خاوره کې د دې ملت سره وي، بچی یې د ملت د بچيانو سره په یو مکتب کې درس وايي، د دې هيواد هوا تنفس کوي، د دې هيواد اوبه څښي او پدې هيواد کې د هميشه لپاره ژوند کولو او هم د دې هيواد په خاوره کې ښخيدو ته اماده وي.

که مو داسې واکمن پيدا نه کړل نو هيواد به مو د هميشه لپاره د پرديو د مصلحتونو د پوره کولو د جنګ په ميدان بدل وي، د ملت وينې به مو د پرديو د زړونو د خوشحالولو په خاطر تویيږي، هره ورځ به مو ملت وژل کيږي، زړونه به مو درديږي، دښمنان به خوشحالیږي او مونږ به ژړيږو.

دجنګ څخه د پاک افغانستان او د خوشاله او سوکاله ملت په هیله!