له ولسمشر ګیله!

مدثر اسلامی

تیره ورځ د نجم په استازیتوب د ځوانانو ټولنو په یوه غونډه کې شریک وم؛ غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ ځوانانو ته د کارموندنې پر زمینو برابرولو بحث کیده. د نظرونو اوریدو په ترڅ کې یو نری دنګ ځوان له چوکۍ پاڅید، واسکټ ته یې په دواړو لاسونو ټک ورکړ او جګه غاړه د سټیج په لور وخوځید. سترګې ټولې د سټیج پر شا نښتې وې، غوږونه څک وو.

ځوان له لنډې مقدمې وروسته په ویاړمنه لهجه وویل، زه د ولسمشر اشرف غني د کمپاین د ځوانانو برخې غړی وم، اوس په اداره امور کې دنده لرم. د ادارې امور د څو نورو کارکوونکو نومونه یې هم واخیستل، چې په کمپاین کې دی ورسره و؛ ویل هر وخت، چې غواړئ له ولسمشر سره به د لیدو زمینه درته برابره کړو او د کارموندنې په اړه اندیښنې به ورسره شریکې کړو.

ورپسې د غونډې یوه ګډون کوونکې سټیج ته راغله، د دردیدلي زړه حال یې له ولسمشره په یوه ګیله کې بیان کړ. ویل، اشرف غني تر اوسه یواځې هغو کسانو ته دندې ورکړي، چې په کمپاین کې یې ورسره مرسته کړې وه. د هغې په وینا له وزیرانو نیولې، تر ټیټو کارکوونکو نږدې ټول هغه کسان دي، چې په یوه او بل ډول د کمپاین پر مهال د اشرف غني ملاتړي پاتې شوي دي او یا کم له کمه داسې کسان (یا یې خپلوان) دي، چې له اشرف غني سره تړاو لري.

نوموړې پخوا دنده لرله او اوس بیکاره ده؛ دا، چې د ټاکنو پر مهال یې د کوم ټیم لپاره کمپاین ندی کړی، خو وړتیا او پوهه لري، د دندې اخیستلو AshrafGhaniحق نلري؟

دا پداسې حال کې ده، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د نورو بلا شمیر وعدو تر څنګ اشرف غني دا وعده هم کړې وه، چې ځوانانو او ښځو ته د حکومت په چارو کې ځانګړی ځای او پاملرنه ورکوي.

که څه هم کمزوری اقتصاد، نا امني او فساد دې حکومت ته له پخوا په میراث پاتي دي، بې کچې بیکارۍ، کابینه کې ډیر ځنډ او د ناامنۍ زور اخیستلو ډیری خلک له نوي حکومته بې زاره کړي دي.

پر دې سربیره داسې اندیښنې شته، چې د ملي وحدت حکومت مشران د چوکیو او موقفونو په ویش کې، سمتي او سیاسي تړاوونو ته پر پوهه او وړتیا لومړیتوب ورکوي. پدې برخه کې ځانګړی پام هغو ته کیږي، چې د ټاکنو پر وخت یې یوه یا بل ټیم ته کمپاین کړی وي؛ خو د حکومت مشران تل ادعا کوي، چې وړتیا او مسلکي توب ته ژمن دي.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *