د انتخاب ستونزه

مدثر اسلامي

یوه ځوان پر فیس بوک لیکلي وه، چې د کانکور په ازموینه کې یې د ژورنالیزم پوهنځي د راډیو تلویزون څانګه انتخاب کړې؛ پوښتنه یې کړې، چې څه ډول څانګه دهافغانستان کې د تحصیلي څانګې انتخاب د پلان له مخې نه، بلکې په اټکلي ډول او تر ډیره د نورو په خوښه کیږي.

دا کار محصل له دوه ستونزو سره مخ کوي. یوه دا، چې د ډیری محصلینو استعداد او زیار د څانګې له کچې تيټ او کله هم لوړ وي؛ ډیر کله محصل په نیمه کې تحصیل پریښودو ته اړ شي. بله دا، چې څانګه د محصل له خوښې سره برابره نه وي نو په درس کې یې زړه نه لګیږي.کانکور

د څانګې د انتخاب علمي طریقه دا ده، چې د محصل له وس او علاقې سره برابره وي. پدې اړه باید علمي او تحصیلي ادارې له محصل سره ځانګړې مرسته وکړي، څو له انتخاب مخکې د څانګو په اړه پوره معلومات لاس ته راوړي. کورنیو ته پکار ده، چې پدې اړه محصل ته اړینه ازادي ورکړي.

په نورو هیوادونو کې دولتونه د ټولنې د اړتیا او زده کوونکو د استعداد په اساس د ښوونځي فارغان بیلا بیلو څانګو ته جذبوي. پدې کار له یوې خوا ټولنه کې د کاري سرچینو (کارګرانو) د کموالي ستونزه له منځه ځي او له بل پلوه تر ډیره لوستي خلک خپلو اړونده څانګو کې دنده ترسره کوي، چې په اوږد مهال کې متوازن پرمختګ ته لار پرانیزي.

افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي نظام د خرابیدو له امله اړتیا وه، چې پدې اړه اساسي هڅې شوې وای، خو تیرو ۱۳ کلونو کې د نورو سکتورونو تر څنګ تعلیمي او تحصیلي برخه کې د پام وړ پرمختګونو سره سره بنسټیز بدلونونه نوي حکومت ته په میراث پاتې شوو.

د تعلیم او تحصیل کیفیت، په نظام کې روڼتیا، د تحصیلي ادارو د جذب وړتیا، د لوړو زده کړو لپاره د واحد معاصر نصاب نشتون، د ښوونکو د تحصیل درجه، په نړیوالو ستنډرډونو برابر نوي تدریسي مواد او نور هغه ګواښونه دي، چې د هیواد د زده کړو نظام لا تر اوسه هم ورسره لاس او ګریوان دی.

له پوهنتونو د فارغانو په دندو ګمارل بله ستونزه ده، چې تر اوسه ورته لازمه حل لاره نشته. په نوره نړۍ کې نن سبا د دندو د تخصصي کیدو لپاره هڅې کیږي، خو زمونږ فارغانو ته له تخصصه بهر ټیټې دندې هم نه پیدا کیږي. په هیواد کې شاوخوا ۴ میلیونه افغانان له بیکارۍ زوریږي. له بل پلوه همدې ځوانانو ته د وسله والو لیکو ته د ورننوتو ښه چانسونه برابر دي.

د هیواد مشرانو ته پکار ده، چې د زده کړو نظام کې اړین سمون د خپلو برنامو په لومړیتوبونو کې وشمیرې او پدې اړه ریښتیني پرمختګونو ته ژمن شي. د زده کړو نظام له لارې د هیواد امن، سولې او سوکالۍ ته عامه ذهنیتونه جوړیدای شي. همدارنګه د ټولنې له اړتیا سره سم دندې رامنځ ته شي، چې د بیلا بیلو څانګو فارغان پکې وګمارل شي او په پایله کې د ټولنې پرمختګ ته لاره هواره شي.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *