معتاد ملت، بې کفایته دولت

دکتور رحمت الله زاهد

د وروستیو خپرو شوو شميرو له مخې د افغانستان د ملت درې ميلونه خلک په نشه يي توکو اخته دي. د دې معنا دا ده چې په افغانستان کې هر لسم شخص په یو نه يو ډول د نشه يي توکو په استعمال باندې روږدی دی، چې دا زمونږ د ملت د بدبختيو څخه يوه بله لويه بدبختي ده چې دڅلورو لسيزو د جنګونو پايله او د اوږدې مودې لپاره د ستونزو د دوام نتيجه يې ګڼلی شو.

په نشه يي توکو د معتاد کيدو ډير لاملونه کيدای شي، خو په افغانستان کې يې د ټولو څخه ستر لامل د اوږدې مودې جنګونه  او نا امني ده، چې هم دغه جنګونه او نا امني د بې سوادۍ، فقر، بې کارۍ، بې اتفاقۍ، نفرت، کرکې، قوم پرستۍ او داسې نورو ستونزو لامل شوي او د دغه ستونزو په پایله کې د ملت يو شمير خلکو د نشه يې توکو استعمال ته مخه کړې ده، تر څو په خپل ګومان خپل فکرونه مصروف او په فکري توګه ځان د دغه ستونزو څخه ليرې وساتي.معتاد

په دغه توګه د هيواد د ناسمو حالاتو، د کار د نه شتون، او د ځواکمنو او واکمنو د ظلم او تيري له لاسه بهرنيو هيوادونو ته په ناقانونه توګه تللو هم په نشه يې توکو اخته کيدو ته لاره هواره کړې ده، چې بيا بيرته په راستنيدو دغه روږدي کسان د خپلو کورنيو، دوستانو او ټولنې لپاره سرخوږی جوړيږي او هم د ټولنې د اوږو بار وي.

د قاچاقي مافيا لخوا تنکيو ځوانانو ته د بهرنيو هيوادونو شين جنت ښودل او د خپلو جيبونو د ډکولو لپاره دغه ځوانان د يو نامعلومه برخلیک طرف ته د ټيل وهلو په پايله کې دغه ځوانان د بيلا بيلو ستونزو سره مخ کيږي، چې ډير کرته په ويرونکو لارو کې مرګ، په سمندرونو کې ډوبيدل، په ځنګلونو کې د حيواناتو خوراک کيدل او د سرحدي ساتونکو لخوا ويشتل د دغه کار پايله کيدای شي او که نور هيڅ هم نه وي نو په نشه یې توکو خو حتما معتاد کيږي، چې هره پايله يې د بلې څخه وخيمه ده.

خو که يو طرف ته ددغه لوی شمير معتادينو شتون د افغانستان لپاره یوه لويه ستونزه ده نو بل طرف ته د تش په نوم ملي وحدت حکومت شتون چې پرته له وحدته پکې نوره هره بې اتفاقي او بې کفايتي شتون لري، هم د افغانستان د ملت لپاره د ستونزو مور جوړه شوې ده.

دغه حکومت، چې په سر کې يې داسې څوک قرار لري چې د پوهنتون د استاذۍ او د يوې فاکولتې يا وړوکي مديريت او رياست د چلولو پرته نوره د دولتدارۍ هيڅ تجربه نه لري، او دوهم فرد يې له شخصي، قومي او تنظيمي مصلحت پرته نور هيڅ کار نه لري، د افغانانو د دردونو د علاج او ستونزو د حل په لټه کې نه دی، بلکه ورځ تر بلې د ستونزو د زياتيدو لامل کيږي.

هغه دولت چې سل په سله کې په خارجي قوتونو، او بودیجه يې په بهرنيو مرستو ولاړه ده هيڅکله هم د يو باثباته او د امن څخه ډک هيواد وسيله نه شي جوړيدی، بلکه د بې کارۍ زياتيدو دغه ضعيف دولت ته نور هم ګواښونه ډير کړيدي.

دغه حکومت چې چارواکي يې لا تراوسه پورې د دولتي پوستونو په ویش له يو بل سره لاس او ګريوان دي او يو بل ته په لاره کې اغزي شيندي، د دې کفايت نه لري چې د اوږدو جنګونو له امله په کنډواله بدل شوي هيواد سمسور او د ظلم او وحشت په ژرنده کې د ميده شوي ملت دزخمونو لپاره مرهم شي.

دولت په پوره توګه د مافيايې کړيو په لاس کې دی، وزارتونه، معينیتونه، رياستونه او ولايتونه لکه د مړ مال په بيلا بيلو کړيو توزیع کيږي. نن د افغانستان ملت مړ دی او د هيواد شتمنۍ يې د یو څو لوبغاړو په منځ کې توزیع کيږي. دغه لوبغاړي چې د مړ ملت د لوی قبرستان په لوبغالي کې د بل چا د مصالحو لپاره لوبه کوي او هر لوری د ملت په جسمونو باندې په خپو ايخودلو سره د خپلو بادارنو د خوشحالولو لپاره د ګول وهلو په هڅه کې دي، په پوره بې شرمۍ د مړ ملت څخه د کفن په ایستلو هم اثره نه کوي.

لدې امله په هيواد او ملت مین خلک بايد د اوسني حالت حقيقت درک کړي، په خپلې خاورې او ملت زړونه وسوزوي او د يو حقيقي خواخوږي په څير د خپل ملت او هيواد د بشپړ هلاکت څخه د ژغورلو په موخه خوځنده حرکت پيل کړي، داسې حرکت چې پرته له کوم شخصي، قومي، تنظيمي، سمتي او ژبنيژ مصحلت څخه يواځې او يواځې د هيواد او ملت د ژغورنې فکر پکې وي او بس.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *