مدني ټولنه؛ حقیقت او واقعیت

دکتور رحمت الله زاهد – د نجم رئیس

په نړۍ کې د مدني ټولنو په نوم بې شميره ټولنې فعالیت کوي، یو شمیر يې هغه دي چې په نړيواله کچه کار کوي او ګڼ شمیر نورې یې يواځې په يو هيواد يا یوه مشخصه سيمه پورې تړلې دي.

له مدني فعالیت څخه په عمومي ډول هدف په سوله ايزه توګه په یوه ټولنه کې هغه بدلون او تغيير راوستل دي چې د ټولنې وګړي ورته اړتيا لري یا لږ تر لږه د هغوی په ګټه تماميږي.دکتور رحمت الله زاهد

لدې امله ټولې هغه ټولنې چې د دولت د چوکاټ څخه بهر په سوله ایزه توګه د ټولنې د هر اړخيزې ودې او پرمختګ لپاره کار کوي، مدني ټولنې او هغه افراد چې دغه کار ترسره کوي، مدني فعالان بلل کيږي.

مدني ټولنې د وګړو د حقوقو د تامین لپاره د مبارزې په خاطر بيلا بيل وسايل په لاره اچوي، له هغوی څخه دفاع کوي، د هغوی غږ واکمنو ته رسوي، د ملت او واکمنو تر منځ پل جوړوي او پرته له کومه توپيره خپل ځان د ملت په خدمت کې ږدي.

مدني ټولنې بايد د ملت څخه سرچينه واخلي، مدني فعالان بايد د ملت په منځ کې واوسيږي، د ملت د غم او خوشحالۍ څخه ځان خبر کړي، د ملت اساسي اړتياوې په نظر کې ونيسي، د هغوی ټول فعاليتونه بايد ملت ته د خير رسولو او د ټولنې د پرمختګ په محور وڅرخي، مدني فعالان بايد په دایمي توګه د ملت سره خواخوږي ولري او په موقته توګه په علامتي شکل دملت مسایل مطرح نه کړي.

مدني ټولنې او فعالان د ملت عقيدوي او ملي ارزښتونو ته بشپړ درناوی لري، هيڅکله هم د ديني او ملي ارزښتونو په خلاف فعالیت نه ترسره کوي، البته هغه رسمونه او رواجونه چې په ملت باندې تپل شوي وي، د ملت د پرمختګ په لار کې خنډ وي، د ملت په کومه برخه باندې د زور ظلم او زياتي وسيله کيږي، د هغې له امله عامه حقوق تر پښو لاندې کيږي، د قانون څخه د سرغړاوي وسيله کيږي نو مدني ټولنې د هغې د له منځه وړلو لپاره خپل غږ پورته کوي او دغه غږ پورته کول د هغوی حق دی.

د پورته مسئوليتونو د پوره کولو له امله مدني فعالیت د ملت د هر عقلمند وګړي دنده او مدني ټولنه د هرې ټولنې اړتيا ده، ملت بايد د دغه مسئوليت ترسره کوونکو مدني ټولنو او مدني فعالانو ته په احترام قایل شي او هغوی ته په خپلو زړونو کې ځای ورکړي، ځکه چې همدغه ټولنې او فعالان دي چې د دوی د حقوقو څخه دفاع کوي.

خو متاسفانه نن په اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه روسته پاتې هيوادونو کې چې زمونږ ګران هيواد يې په سر کې قرار لري، ډیری مدني ټولنې د ملت او ټولنې اړتياوې په نظر کې نه نيسي، ځینې مدني فعالان د ملت عقيدوي او ملي ارزښتونو ته درناوی نه لري، د دوی فعالیتونو د ټولنې د پرمختګ او د ملت د حقوقو دتامينولو پر ځای د يوې داسې پروژې شکل غوره کړيدی چې ګټه يې د ملت پر ځای د ملت دښمنانو ته رسيږي.

قاطع اکثريت په اصطلاح مدني ټولنې او مدني فعالان داسې کړنې ترسره کوي چې د دغه محترم کار د بدنامۍ وسيله کيږي او د مدني ټولنو او مدني فعالانو د بدنامۍ سبب ګرځي، د ملت په عقيدوي او ملي ارزښتونو ملنډې وهل، بې دینۍ او بې حيایۍ ته وده ورکول، بې حجابۍ ته ښځې هڅول، قوي کورنی نظام له ګواښ سره مخ کول، بې مورده او بې اړتيا د ښځو د آزادۍ چيغې پورته کول او افغاني ټولنه د لويديځې ټولنې د فوټو کاپۍ د ګرځولو کوششونه کول هغه څه دي چې زمونږ په هيواد کې يې د مدني ټولنو او مدني فعالانو پر ضد د ملت کرکه زياته کړيده.

پکاره ده چې د ملت پوه، بادرده، بادرکه ، متدين او د ملت سره حقيقي خواخوږي لرونکي مدني ټولنې او مدني فعالان رامخې ته شي او په حقيقې توګه د افغانستان د ټولنې د پرمختګ او د افغانستان د مظلوم ملت د حقوقو د تامين تر څنګ د نړۍ د مظلومو انسانانو په حق کې هم خپل غږونه پورته او پدغه لار کې عملي ګامونه پورته کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *